اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمی سره د چین ایګزیکټیو دوهم خارجه وزير ژانګ یسوئی د نهې په ورځ وليدل ۔ په دې موقع د پاك چین اړيكو ، د ای سی او مشرانو غونډي او سيمه ايز صورتحال په اړه په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ژانګ یسوئی د چین نمائنده په حیثیت د ای سی او مشرانو غونډه كښې د ګډون په غرض پاکستان ته راغلے۔ خاص مرستيال ووئيل چین سره ملګرتيا د پاکستان د خارجه پالیسۍ بنیاد دے۔ ده پاکستان كښې د ترهه ګرې د اوسنيو بريدونو په تناظر كښې د چین لخوا په بشپړه مرسته د چین د عهدیدار مننه وكړه۔ ملاقات كښې پھ ټولو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو كښې په پرله پسې په پیشرفت د اطمینان څرګندونه وكړې شوه۔ ژانګ یسوئی د ای سی او مشرانو غونډه كښې ګډون له په خا?? بلنه د خپل حکومت لخوا مننه وكړه او د مشرانو د غونډې په کامیابۍ ئې پاکستان له مبارکي وركړه۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې چین پاکستان سره خپلې اړيكې مهمي ګڼي او د پاکستان د خپلواكې ،آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا بشپړ ملاتړ کوي
د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمی سره د چین ایګزیکټيو دوهم خارجه وزير ژانګ یسوئی وليدل
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil