اسلام آ??اد 14 جون (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو ، قامی تاریخ او ادبی ورثې وفاقی وزیر بی??سټر سید عل?? ظفر پچاس کروړ روپو انډومنټ فنډ سپيځلې كارول باورې كولو له ایګزیکټو کمېټۍ جوړولو منظوری وركړې ده۔ د قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن وفاقی سیکتر انجینئر عامر حسن په مشرۍ كښې جوړه شوې کمېټی به د انډومنټ فنډز په شفاف ډول استعمال باورې كولو نه علاوہ هېواد كښې علمی، ادبی او تاریخی ورثې په اړ هلو ځلو ، منصوبو نشاندهی، روپو وركولو ، او نګرانۍ چارو هم ذمه واره وي۔ وفاقی وزیر بی??سټر سید عل?? ظفر د زيارت پھ ورځ د قومی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن كښې د اعلی پائې غونډې په مهال ایګزیکټو کمېټۍ جوړولو په حکنامه لاس ليك كړې۔ وفاقی سیکتر انجینئر عامر حسن په مشرۍ كښې جوړه شوې کمېټۍ كښې نوموړې خبريال حمید ??ار??ن، اعجاز رحیم، ډاکټر اشرف، مشرف علی فاروقی شامل دي۔ دا انډومنټ فنډ د تير حکومت په دور كښې 50 كروړ روپو لګښت سره جوړ شوې ؤ چې مقصد ئې علمی، ادبی او تاریخی ورثې په اړه هلو ځلو ته ودې وركولو او مستحق لکھاریو مرستې له وسائلو وركول باورې كول ؤ۔ غونډې ته په خپل خطاب کښې د اطلاعات وزیربیرسټرسید عل?? ظفر ووئيل ماشومانو د کتاب سره ملګرتيا پلو راغب کولو له په قامی كچه خاص پروګرام دې پيل كړې شي او دې مقصد له دې د هېواد د نامتو شخصیات خدمات ترلاسه كړې شي ۔ دا پروګرام به د اسلام آ??اد څخه پيل كولې شي۔ بی??سټر سید عل?? ظفر ووئيل ماشومانو كښې د لوستې عادت ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دې ځكه چې د لوستې رجحان كښې كمې رامخې ته كېږي۔ ماشومان دې پلو راغب کولو له دې ښه انداز خپل كړې شي۔ د اطلاعات وزیر د لکھاریو په اړه د هلو ځلو كلن پروګرام مرتب کولو سپارښتنه وكړه دغسې چې ټول كال كښې علمی او ادبی هلو ځلو سلسلہ غير د تعطل روانه وي۔ د اطلاعات وزیر اسلام آ??اد كښې د قامی میوزیم جوړولو له کار لا تندولو سپارښتنه وكړه۔ قامی تاریخ او ادبی ورثې ډویژن جوائنټ سیکتر سید جنید اخلاق د ډویژن زیرعمل او مستقبل منصوبو په اړه بریفنګ وركړو
ماشومانو د کتاب سره ملګرتيا پلو راغب کولو له په قامی كچه خاص پروګرام دې پيل كړې شي، د لوستې عادت ته ودې وركولو له دې ښه انداز خپل كړې شي
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک