اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار وئيلي دي چې حکومت مالیاتي شمولیت اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه پاليسي اېجنډا ګڼي٬ زمونږ هڅې به پاكستاني اولس لپاره اقتصادي سوكالي راولي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د نېشنل فنانشل انکلوژن ستراتېژۍ 5مې غونډه ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د هالېنډ ملكې مكسيما د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې برخه واخسته۔ د خزانې وزير د ملكې مكسيما هركلي كولو سره ووئيل د ھغې ??الياتي ګډون لپاره د ذاتي هلو ځلو ستائنه كوو۔ د خزانې وزير په دې موقع د مائېكرو اكنامك اشارو ښه والې رامخې ته كړو۔ ده ووئيل د پرمختللې هېوادونو د معيشتونو په صفونو كښې د پاكستان ګډون لپاره د اوسنيو كاميابو په ځائ ساتل ډېر ضروري دي۔ ملكې مكسيما د اېن اېف آئي اېس كونسل د تېرې غونډې نه پس د پاكستان لخوا د شوې اقتصادي كاميابو ستائنه وكړه۔ ھغې د اے اېم اے سكيم٬ نېشنل پېمنټ ګېټ وے او د مالياتي شموليت په اشارو كښې د بهترۍ د اقداماتو هم سائنه وكړه۔ كونسل په اېن اېف آئي اېس د عملدرآمد په خاص توګه د برانچ لېس بېنكنكونو٬ اېګريكلچر كرېډټ٬ اېس اېم اي فنانسنګ ٬ پېمنټ سسټم ٬ انفراسټركچر او د كورېچ د څانګو د پېشرفت جاج واخستو۔ د غون??ې په پاې كښې وفاقي وزير ووئيل حكومت د شموليتي اقتصادي پرمختګ په اېجنډا عمل كوي او دې سره به هېواد كښې اقتصادي سوكالي راشي۔
حکومت مالیاتي شمولیت اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه پاليسي اېجنډا ګڼي
مضمون کا ماخذ : bolão quina