اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري نوم پنھ كمبوډيا خپلې دورې په مهال آسيان ريجنل فورم 29م بين الوزارتي غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري وكړه۔ خارجه وزير 4 نه تر 6 اګست د كمبوډيا په دوره ؤ۔خارجه وزارت د اړخه جاري شوې تفصيلات له مخې په دې موقع خارجه وزير بلاول بھټو زرداري آسيان ريجنل فورم 29م بين الوزارتي غونډي ته وينا كړي دغسې هغه د كمبوډيا وزيراعظم هن سن سره هم ملاقات كړې۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د كمبوډيا خپلې دورې په موقع د كمبوډيا خارجه وزير پريك سخون سره هم ملاقات كړې۔په دې موقع هغه د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر ويون ولاك ريشنان ، جاپان خارجه وزير حيا شي زيوشي ماشا نه علاوه د ويت نام خارجه وزير تھان سن سره هم ملاقات كړې۔ بلاول بھټو زرداري د كمبوډيا خپلې دورې په موقع د اروپائي ائتلاف نمائنده جوزف بيرل سره تفصيلي ملاقات كړې۔ دې نه علاوه هغه جمهوريه كوريا خارجه وزير پارك جن او انډونيزيا خارجه وزير ريتنو ايل پي مرسودي، تھائي لينډ نائب وزيراعظم او خارجه وزير ډان پرامود وينائے سره د پلاوي سره ملاقات كړې۔دا خبره دې ياده وي چې آسيان ريجنل فورم (اے آر اېف) 1994 كښې جوړ شوې ؤ كوم چې د اسياﺀ او بحرالكاهل سيمه ايز امن او سلامتيا په اړه يو مهم فورم دې۔ 2004 كښې پاكستان اے آر اېف غړے جوړ شوې دې نه پس پاكستان اے آر اېف كښې عمر له يو موثره كردار ترسره كړې دې۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري آسيان ريجنل فورم په اړه ووئيل مونږ آسيان هېوادونو سره اړيكو او شراكتدارۍ پشمول پراخه مذاكراتي عمل له لوظي يو۔ پاكستان به آسيان فورم سره سيمه ايز پرمختګ او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كوي۔
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري آسيان ريجنل فورم 29م بين الوزارتي غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري وكړه
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2