اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د فلمي صنعت بحالې او پرمختګ ته د وزيراعظم پام دے او حكومت د پاكستان فلم انډسټرې پرمختګ او استحكام لپاره د هندي فلمونو د نمائش د اثراتو د جاج اخستلو نه پس د اوسنې پالېسې جاري ساتلو پرېكړه كړې٬ وزيراعظم ځائي پروډكشن او د براډكاسټنګ انډسټرې ته مراعات وركولو لپاره د پالېسې معرفي كولو منظوري هم وركړې۔ په خپل يو بيان كښې مريم اورنګزېب ووئيل چې وزيراعظم د پاكستان د فلم انډسټرې د چېلنجونو حل لپاره يوه كمېټي جوړه كړې٬هغې ووئيل چې د دې خبرې شواهد ترلاسه شوي چې په ځائي سېنماګانو كښې د هندي فلمونو پشمول د غېر ملكي موادو د نمائش د پاكستان د فلمي صنعت او او نډسټرې په پرمختګ مثبت آغېز كړے۔ په كال 2007م كښې په هېواد كښې د هندي فلمونو د نمائش بحالې نه پس د پاكستان فلم انډسټري د بحالې او پرمختګ په پلو روانه ده۔ هغې ووئيل چې كمېټې د سنټرل بورډ آف فلم سنسرز د اېس او پيز جاج هم اخيستې او پرېكړه شوې چې د غېر ملكي فلمونو نمائش لپاره به د اوسني سنسر شپ د مېكانزم لا جاج اخستلې شي۔ دغسې كمېټې د نورو اړوند چارو جاج هم اخيستې۔ مريم اورنګزېب د كمېټې مشره ده او په نورو غړو كښې د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي٬ د صنعت او تجارت سېكتر٬ د سي بي اېف سي چيئرمېن٬ د آئي اېس آئي استازې او د پاكستان فلمز اېګزيبېټرز اېسوسي اېشن صدر شامل دي۔
د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثې دوهمه وزيره مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج