انقرہ 23 فروري (اے پي پي) د پاکستان او ترکیې ترمېنځه د لوړې كچې تزويراتي مرستې كونسل پنځمه غونډه د زيارت په ورځ وشوه چې پكښې د تجارت، توان، معیشت، تعلیم، مواصلات ٬ كلتور او سېلګرۍ پشمول د 6 څانګو د مرستې په اړه خبرې اترې وشوې ۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د تركيې خپل همڅنګ بن علی یلدرم سره په وزیراعظم هاؤس كښې د كونسل د غونډه په شريكه مشري وكړه ۔ وفاقي وزيران شاهد خاقان عباسي، انجینئر خرم دستګیر ٬د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او نور سینئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د اعلیٰ كچ تزویراتي مرستې کونسل په اکتوبر كال 2009ءد ترکیې وزيراعطم رجب طیب اردوان د پاكستان دورې په مهال جوړ كړې شوې ٶه كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې اداره جاتي مېكنزم دے ٬ اول د لوړې كچې د مرستې كونسل په توګه جوړ كړې شوې ؤه او په كال 2013 كښې د اعلٰې كچې تزويراتي مرستې كونسل په سرخط د دې دائره كار پراخه كړې شو۔ دا كونسل د دواړو هېوادونو د وزيراعظمانو په مشرۍ كښې د مشتركه كابينې غوندې په توګه كار كوي۔د كونسل څلورمه غونډه د كال 2015 فرورۍ مياشت كښې اسلام آباد كښې شوې وه چې مشري ئې وزیراعظم محمد نواز شریف د تركيه خپل همڅنګ احمد داؤد اوګلو سره په ګډه كړې وه۔
د پاکستان او ترکیې ترمېنځه د لوړې كچې تزويراتي مرستې كونسل پنځمه غونډه
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ