سلام آباد ۔ 06 مارچ (اے پی پی) د اطلاعات٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي پاكستان د پرمختګ په لوري روان دے۔ د غوره پرمختګ اهدف ترلاسه كولو كښې د وژن 2025ء كردار ډېر مهم دے۔ حكومت هېواد كښې د سړي سر شمېرې كولو لپاره لوظي دے۔ د وزيراعظم تږ لاره د پاكستاني اولس د سوكالۍ لپاره ده۔ غوره پرمختګ لپاره به سائنس او ټېكنالوجي څخه بشپړه توګه استفاده كول وي۔ د پاكستان پارلېمان د نړۍ اولنې پارلېمان دے چرته چې غوره پرمختګ لپاره سېكرټرېټ جوړكړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوهمې وزيرې د غوره پرمختګ اهدفو په اړه د روغتيا او خوراك په چېلنجونو وركشاپ ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل غوره پرمختګ لپاره په اولسي كچه شعور بېدارولو ته اړتيا ده۔ د تعليم ٬ روغتيا او نورې څانګې به ځان سره روانول وي۔ دې ووئېل پرمختګ د ټولو ادارو په هڅو كولو ممكن دے۔ دې ووئيل وزیراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب كښې وئيلي وو چې د تعليم ودې له امناكې ټولنې ته اړتيا ده۔ دې ووئيل وزیراعظم نواز شریف د هېواد پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي۔ دې ووئېل ټولې صوبائي اسمبلۍ د پرمختګ له په چارو د مباركۍ حق لري۔ دې ووئيل د پرمختيائي اهدافو رسېدو كښې د پارلمان د قائمه كېمټو كردار هم ډېر مهم دے۔ دې ووئيل د پاكستان پارلېمان د نړۍ اولنې پارلېمان دے چرته چې غوره پرمختګ لپاره سېكرټرېټ جوړ كړې شوې۔دې ووئيل پخوا په تعليم او صحت دومره كار شوے نه دے شوے لكه اوس چې روان دے۔ دې ووئيل د غوره پرمختګ په اهداف كښې بايد نور نړيوال تنظيمونه هم شامل كړې شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل د كالجونو او پوهنتونونو په كچه هم د پرمختيائي اهدافو په اړه شعور رابېدارول ډېر ضروري دے۔
پاكستان د پرمختګ په لوري روان دے۔ د غوره پرمختګ اهداف ترلاسه كولو كښې د وژن 2025ء كردار ډېر مهم دے۔
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil