اسلام آباد۔17فروری(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان اونې بوټي نالول د پاكستان سباؤن لپاره ضروري ګرځولو سره وئيلي دي حكومت هېواد شين او ښېرازه جوړولو لپاره ګامونه پورته كوي ځكه چې ماحولياتي بدلون پاكستان لپاره لويه خطره ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شوؤ په ورځ شكرپړياں اسلام آباد كښې د جاپان په طرز د اونو بوټو نالولو منصوبې پرانستې په مهال وكړه۔ وزیراعظم ووئيل اونې بوټي نالول يوه مشغله نه دا د پاكستان د راتلونكي كول سباؤن پاك جوړولو او هغوي ته صحت منده چاپېريال وركولو له ضروري ده ۔ هغه ووئيل مياواكي د جاپان د طرز شجركاري ده چې له مخې ئې د روايتي نال په مقابل كښې يو په 10 په بيړه او 30 چنده زيات ځنګولونه نالېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د ماحولياتې بدلون د لاسه زيات ځپلے كېدونكو د نړۍ لسو لويو هېوادونو كښې شامل دے۔ مونږ له به د ماحولياتي چېلنجونو مخنيوي له په سمدستي توګه ګامونه پورته كول وي۔ هغه ووئيل مونږ له به ماحول دوسته ژوند تېرول وي۔ د شجركارۍ د لارې د اولس ذهن بدلولو سره مونږ ټوله ټولنه ښه كولې شوو ۔ هغه ووئيل د پاكستان حكومت د يو ارب اونو نالولو منصوبه په كاميابۍ سره ترسره كړې او اوس به ګرد هېواد كښې د 10 اربه اونو بوټو نالولو هدف هم سر كوؤ۔ وزیراعظم موسمياتي بدلون لپاره د خپل صلاحكار امين اسلم او د هغه د ډلې د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د زده كړو نصاب كښې هم د شجركارۍ شاملولو په وړاندېز غور روان دے دغسې چې د وړاندې نه په دې اړه شعور بېدار كړے شي۔ دې نه وړاندې وزيراعظم شكرپړياں كښې د صنوبر بوټي په نالولو د شجر كارۍ د موسم پرانسته وكړه۔ داخله وزير شېخ رشيد احمد ٬ د موسمياتي بدلون صلاحكار امين اسلم او سېنېټر فېصل جاودې هم په دې موقع موجود وو۔
حكومت هېواد شين او ښېرازه جوړولو لپاره ګامونه پورته كوي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ