اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي چې پاك پوځ او قام لوړه حوصله لري،د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو سره د قام حوصلې نه شي كميدې،په 18 جنوري دوه ترهه ګر په اسلام آباد كښې وژلې شوې دي، مونږ د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې 80 زره څخه زياتې ځاني قربانۍ وركړې او 150 اربه ډالره څخه زيات مالي زيان شوې،انشاء اللہ ترهه ګرو له به ماتې وركولې شي ، په 23 مارچ د او آئي سي لارښود راځي ،اپوزېشن دې د 23 مارچ په احتجاج غور وكړي ،پاكستان او چين قوي ملګرتيا لري او په دې وياړ كوو،د نړۍ كوم هم طاقت مونږ د چين څخه نه شي لرې كولې،د پاکستان پرمختګ هند نه شي زغملے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت كښې خبرې کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔د كورنيو چارو وزیر ووئيل د او آئي سي غونډې په اړه د 21 مارچ څخه ځينې سړكونه بنديدې شي دې لپاره اپوزیشن ته خواست كوو چې 23 مارچ دې 27 مارچ کړي ، اپوزېشن كه قانون لاسو كښې وانه خست نو څوك هم په هغوې لاس نه شي پورته كولې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ پېښو پلټنې روانې دي، د كورنيو چارو وزارت د ټولو ځواكونو مشرانو ته پشمول پولیس، رینجرز، اېف سی ته د چمتو كيدو وئيلي دغسې چې كومه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي۔ده ووئيل ټي ټي پي سخت شرطونه اېښودلې دي كوم چې نه شي منلې كيدې ، انارکلی ترهه ګرۍ پېښې ذمه واري چا نه ده قبول كړې خو په دې كښې بهرنۍ تخریب کاری نه شي رد كيدې۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل پاك پوځ او قام لوړه حوصله لري،د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو سره سره د قام حوصلې نه شي كميدې،په 18 جنوري دوه ترهه ګر په اسلام آباد كښې وژلې شوې، مونږ د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې 80 زره څخه زياتې ځاني قربانۍ وركړې او 150 اربه ډالره څخه زيات مالي زيان شوې دې۔ شیخ رشید احمد ووئيل د اپوزېشن د عدم اعتماد خبره ختمه شوې ،حکومت چرته نه ځي ،وزیراعظم عمران خان حکومت د اپوزیشن څخه خبر دې۔ده ووئيل افغان طالبانو ګارنټي راكړې چې زمونږ خاوره به د پاكستان په ضد نه كارولې كېږي د كوم چې مونږ هركلے كوو۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د پاکستان د بيرغ لاندې راتللو سره به د ټي ټي پي خبره اوريدلې شي،څوك چې زمونږ سره جنګيږي مونږ به هغه سره جنګيږو۔ده ووئيل اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ پېښې ذمه واري بي ایل اے قبوله ګړې د كومې دوره ترهه ګر چې پوليس وژلې دي، انارکلی پېښې په اړه تر اوسه چا ذمه واري نه ده قبوله كړې۔ده ووئيل ښارونو كښې د بلدياتي ټاكنو تيارۍ پيل شوې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ایمرجنسی او صدارتی نظام شور روان دې خو كابينه كښې په دې اړه څه خبره نه ده شوې ، د وزیراعظم عمران خان نیت پاك دې او د چا نيت چې پاك وي لوے څښتن ئې مرسته كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل 126 سکواډ د اسلام آباد امنيتي ذمه وارۍ ترسره كوي،د ورځې په بنياد په ذاتي توګه د هغې جانچ پړتال كوم،تر څو چې د كورنيو چارو وزير يم ناکے به نه بحالېږي۔
پاك پوځ او قام لوړه حوصله لري،د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو سره د قام حوصلې نه شي كميدې،په 18 جنوري دوه ترهه ګر په اسلام آباد كښې وژلې شوې۔ د كورنيو چارو وزیر شیخ رشید احمد خبرې کنفرنس
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha