اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) پاكستان په هند كښې په انټرنېټ او دې مقصد لپاره په تيار كړې شوي وېب اېپ د مسلمانانو مېرمنو د تذليل او په يو صورت هم د نه قبلېدونكې زورونې سخته غندنه كړې ده. د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې په هند كښې د مسلمانانو مېرمنو تذليل، زورول كېدو او د دوي سپكاوي لپاره د دوي عكسونه ډېر اشعال ګر كېپشن سره په وېب نېلامې لپاره وړاندې كړې شوي دي. كركه خپرونكو تقريباً د 100 بااثر مېرمنو په وقار بريد كولو سره د ذلت تبصرو سره دا د نيلامې د لارې خرڅولو لپاره وړاندې كړې وو. وياند ووئيل چې په هند كښې د اقليتونو په ضد د كركې په بنياد د جارحانه بريدونو دا نوې لړې ده چې له مخې ئې د مېرمنو او په خاص توګه د مسلمانانو مېرمنو تذليل او زورولو لپاره د سائبر سپېس او سوشل مېډيا استعمال شوے. د دې اقدام مقصد په اسلامي ټولنه كښې يره او د شرم احساس خپرول دي. دې پېښو مسلمانانې مېرمنې لوي غم او يرې سره مخ كړې دي. د هندو توا څخه متاثر بي جے پي او آر اېس اېس جوړې له مخې په هندوستان كښې اقليتونو او په خاص توګه مسلمانانو لپاره پرله پسې ځائ مخ په كمېدو دے. دا ډېره د غندنې وړ ده چې شپږ اووه مياشتې وړاندې د دې فعل مرتكب كوونكو په ضد كومه كارروائي نه ده شوې. پاكستان د نړيوالې ټولنې او په خاص توګه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړيوالو تنظيمونو نه يو ځل بيا غوښتنه كوي چې دوي په هند كښې د زياتېدونكې زېنوفوبيا، اسلاموفوبيا او اقليتونو په ضد د تشدد د بريدونو مخ نيوي لپاره خپلې ذمه وارې پوره كړي او د دوي حفاظ او سلامتيا دې باوري كړي
پاكستان په هند كښې په سوشل مېډيا د مسلمانانو مېرمنو د تذليل، زورول كېدو او د دوي د سپكاوي غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil