اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او د مينځنۍ ختيز خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې اولس ته خواست دے چې د روژې مباركې مياشتې په مهال خپلې خپلې ذمه وارۍ ادا كولو سره سره په احتياطي تدابيرو عمل وكړي او د كورونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز عملدرآمد باوري كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل پھ ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې كړې۔ ده ستائنه كولو سره ووئيل چې كورونا وائرس اېس او پيز تېر كال پھ جوماتونو كښې په موثر ډول نافذ كړې شوي و٬دې ځل به هم جامتونه د ديني فرائض ادائيګۍ لپاره پرانستلې شي او اېس او پيز به بشپړه نافذ كول باوري كړې شي٬اولس له پكار دي چې د تېر كال په شان اوس هم د روژې مباركې مياشتې پھ مهال په جوماتونو كښې په اېس او پيز په سختۍ سره عمل وكړي۔حافظ طاهر محمود اشرفي اولس ته خواست وكړو چې هغوي دې د خپلو رشته دارو تحفظ لپاره ويكسين ولګوي. ده ووئيل چې د كورونا ويكسين په ضد پروپیګنډا غلطه ده او چې كوم خلك داسې رائې وركوي هغه انسانيت دوست نشي كېدې
اولس له د روژې مباركې مياشتې په مهال په احتياطي تدابيرو عمل كول پكار دي۔ طاهر اشرفي
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری