اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز برتانيې سره په مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاكستان به د ترهګرو په ضد د عملياتو له امله ځپلے شويو سيمو لپاره د برتانيې د مرستې هركلې كوي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د برتانيې د نړيوال پرمختګ دوهم وزير جسټن ګريننګ سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې ده سره په خارجه وزارت كښې ملاقات كولو۔ په دې موقع سرتاج عزيز ووئيل په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د ډي اېف آئي ډي په پروګرام كښې مثبت پرمختګ روان دے او سندھ او بلوچستان ته هم د دې پروګرام پراخه كولو ضرورت دے۔ د برتانيې وزير په پاكستان كښې د سماجي او اقتصادي صورتحال بهترې لپاره د پاكستاني حكومت اقدامات وستائيل او وې وئيل ډي اېف آئي ډي په پاكستان كښې تر ټولو لوي او كامياب پروګرام دے۔ ده ووئيل برتانيه به پاكستان لپاره پرمختيائي مرسته زياتوي۔ په دې موقع د ډي اېف آئي ډي ډائرېكټر جنرل ٬ د برتانيې هائي كمشنر او په پاكستان كښې د ډي اېف آئي ډي مشر هم موجود وو۔
پاكستان به د عملياتو له امله ځپلو شويو سيمو لپاره د برتانيې د مرستې هركلې كوي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی