اسلام آباد 09 اپريل (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور مقبوضه كشمير كښې د هند رياستي ترهه ګرۍ غندنه كولو سره وئيلي دي د هند قابض عسكر كشميريان د لټون عملياتو په نامه په سرچ آپريشنز كښې شهيدان كړي۔خپل يو بيان كښې علي امين ګنډا پور ووئيل نړيواله ورورولي دې مقبوضه كشمير كښې د هندي رياستي ترهه ګرۍ نوټس واخلي،د هند د دې ناوړه اقداماتو مقصد د مقبوضه كشمير ډيموګرافي بدلول دي،به ظلم او بربريت هند د كشميريانو هلو ځلو ته زيان نه شي رسولے ۔ده ووئېل د كشمير په مسئله كوټلي پيشرفت نه غير هند سره اړيكي ته معمول نه شي راتللې او د كشمير مسئلې حل نه غير سوئيلي اسياﺀ كښې د امن خوب تعبير نه شي موندلے
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری