پېنډۍ 27 مئي (اے پي پي)د پاك پوځ مشر جنرال راحيل شريف وئېلي دي چې وسله وال پوځ د هر ډول چېلنجونو او خطرو ځواب وركولو له چمتو دې٬د وسله وا??و پوځونو خپل مينځ كښې مرسته د ستائنې وړ ده۔د پاكستان سمندري پوځ د پولو ساتنې په لړ كښې د قام هيلې ترسره كوي۔ ده د نيول وار كالج دورې په مهال ګډون كونكو ته خطاب كولو۔ د آئي اېس پي آر ترمخه د پاك پوځ سرلښكر په دې مهال د پاكستان په جغرافيائي او ستراتېژېكي چاپیرچل او امنيتي چېلنجونو رڼا واچوله۔ جنرال راحيل شريف ووئ??ل د پاكستان نيوي تاريخ د مړانې او د وياړ وړ قربانو څخه ډك دې۔ده ووئيل پاكستان نيوي يو متحرك او مضبوطه اداره ده كومې چې د پاكستان د سمندري پولو ساتنې په لړ كښې د اولس هيلې ترسره كړې دي۔ده ووئيل زمونږ وسله وال پوځ د چېلنجونو او خطرو مقابلې له په بشپړه توګه چمتو دې۔د پاك پوځ سرلښكر د دريو واړو وسله والو ځواكونو خپل مينځ كښې مرسته او د اولس ملاتړ سره د ضرب عضب عملياتو په مهال ترلاسه شوې كاميابۍ وستائلې۔د پاك پوځ سرلښكر ووئيل كه لوے څښتن ته منظور وي مونږ به ټول په ګډه په ټو??و پیښو چېلنجونو قابو ومومو
د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف نيول وار كالج كښې خطاب
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste