اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د مذهبي همغږۍ ودې لپ??ره ټولې وسيلې به كارولې شي٬ټول امتيازات دې يو خوا ??ه او د هېواد او د قام استحكام او سرلوړۍ له دې په ګډه كار وكړی شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د اقليتونو نړيوالې ورځ پھ حقله يوې دستورې ??ه ايون صدر كښې وكړھ چې پكښې د مذهبي چارو او همغږۍ وفاقي و زير سردار محمد يوسف٬دوهم وزير پير امين الحسنات٬وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ٬پارلماني سېكتر خليل جارج٬د پارلمان غړو او د بېلو هېوادونو سفيرانو ګډون كولو۔اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د مذهبي راودارۍ بنياد يوازې په قانون او آئين كښې نه دې څرګند بلكې د دې بنياد زمونږ په تهذيب رواياتونو او ديني تعليماتو كښې هم پروت دې۔ده ووئيل د هېواد هر وګړي سره يو برابر سلوك او د روادارۍ جذبات زمونږ په بدن كښې د وينې غوندې ګرځي او د پاكستان كوم وګړي ته چې هم په څه سبب تكليف رسي نو قام هغه محسوسوي۔ده ووئيل د اقليتونو وروڼو احترام زمونږ په قامي مزاج تعليماتو او د تربيې برخه ده او پاكستان اصل منزل او پرمختګ سره مخ كولو لپ??ره به هم دا جذبه پھ كار راځي۔اولس مشر ووئيل د هېواد په څه برخو كښې ځينې وخت داسې پیښې رامخې ته شي چې ورسره مذهبي همغږي او رواهداري ځپلې شي۔ده ووئيل د دې ناخوښه طرز عمل مرسته نه د پاكستان اولس كوي او نه د هېواد قانون او عقيده د دې اجازه وركوي۔اولس مشر ووئيل د داسې پېښو ذمه وار څه ګمراه او بدنيته خلق دي څوك چې د مذهب نوم كاروي او د اسلام ٬هېواد او د قام د بدنامۍ سبب ګرځي۔اولس مشر ووئيل حكومت د دغه عناصرو مخ نيوي لپ??ره به هېڅ بېغوري نه كوي۔اولس مشر ووئيل اقليتي ورورولۍ د ګران هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپ??ره عمر له په زړه پورې كردار ترسره كړی٬د هېواد دفاع لپ??ره د دوي قربانۍ د چا نه كمې نه دي۔ده ووئيل د دښمنانو سره پھ جنګونو كښې زمونږ غېر مسلمه پوځي افسرانو او ځوانانو چې د څنګه مړانې او نرتوب څرګندونه كړې پھ تاريخ كښې به د دغې ذكر د سروزرو په ټكو كولې شي۔اولس مشر ووئيل د طب او د تعليم په مېدان كښې به هم د اقليتي ورورولۍ خذمات عمر له ياد ساتلې شي۔دستورې ته وفاقي وزير سردار محمد يوسف او دوهم وزير پيرامين الحس??ات هم خطاب وكړو
د مذهبي همغږۍ ودې لپاره به ټولې وسيلې كارولې شي٬ټول امتيازات دې
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria