اسلام آباد 05 جون (اے پی پی) د اطلاعات٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وزیراعظم محمد نواز شریف له د حکومت په څلور كاله بشپړولو مبارکي وركړې، د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې 19 كاله پس هېواد كښې سر شميرې تاریخی عمل بشپړ شو ٬ په دريم ځل د وزیراعظم ټاكل كيدو اعزاز محمد نواز شریف ته ترلاسه دے ٬ په دې څلورو كلونو كښې هېواد ته پېښو چيلنجونو مقابلې كولو له وزیراعظم عملی ګامونه پورته كړي ٬ د پرمختګ ټولې پروژې به بشپړولې شي ٬ د هېواد ټول سیاسی ګوندونه او صوبائی حکومتونه دې د قام?? پرمختګ، سوكالۍ او ملي يووالي ودې له د وزیراعظم محمد نواز شریف ملګرتيا وكړي۔ د ګل په ورځ خپل يو بيان كښې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې 19 كاله پس هېواد كښې سر شميرې تاریخی عمل بشپړ شو ٬ دې نه وړاندې سر شميره هم پھ 1998ء كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف په دور كښې شوې وه۔ دې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د هېواد د تاريخ وړومبۍ داخلی سلامتیا پالیسی وركړي۔ دې ووئيل هېواد كښې د ترهه ګرو ملا ماته شوي، د كراچۍ کامیاب عمليات شوي او د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوي۔ دوهمې وزيرې ووئيل د توان پیداوار كښې ریکارډ زياتوالې شوے او لوډشيډنګ كښې كمې شوې۔ دې ووئيل بلوچستان كښې امن او د فاټا اصلاحات عمل پيل شوې ٬ صحت او تعلیم څانګو ښه والې هم تاریخ ??قد??مات شوي ٬ وزیراعظم تعلیمی اصلاحات او هیلتھ کیئر پروګرام د دغه تاریخې ??قد??مات ښكاره مثالونه دي۔ دې ووئيل د هېواد معیشت بحالولو سره پاکستان په نړۍ كښې خپل مقام ترلاسه كړې۔ دې ووئيل سی پیك او امن له ??قد??مات د وزیراعظم محمد نواز شریف د سيمې اولس له ډالۍ ده ٬ د پروژې سره به سيمه كښې د معاشی هلو ځلو انقلاب راشي۔ دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب ووئيل راروان كال د دې حکومت آخری كال دے ، د پرمختګ ټولې پروژې به بشپړولې شي۔ دې ووئيل د هېواد ټول سیاسی ګوندونه او صوبائی حکومتونه دې د قام?? پرمختګ، سوكالۍ او ملي يووالي ودې له د وزیراعظم محمد نواز شریف ملګرتيا وكړي
په دې څلورو كلونو كښې هېواد ته پېښو چيلنجونو مقابلې كولو له وزیراعظم عملی ګامونه پورته كړي
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا