اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د قامي سلامتيا كمېټۍ په لائن آف كنټرول د هندي ځواكونو لخوا د پرله پسې ډزو په پېښو د اندېښنې څرګندونه كولو سره د دې عزم پخلې كړې چې د جمو او كش??ير د اوږدې مودې شخړې پشمول د ټولو حل طلب مسئلو هواري نه غېر سيمه كښې امن او پرمختګ ممكن نه دے۔ د قامي سلامتيا كمېټۍ (اېن اېس سي) غونډه د شورو په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د كورنۍ او ب??رن?? سلامتيا وضعې او په سيمه ايز او نړيوال تناظر كښې د پاكستان د خارجه پاليسۍ د تقاضو جاج اخستې شوې۔ غونډه كښې ګډون كوٶنكو افغانستان كښې امن او استحكام لپاره په افغانانو مشتمل او د ھغوي په مشرۍ كښې د امن د عمل ملاتړ لپاره د عزم پخلي وكړو۔ دوئي د افغانستان اولس او دولت سره په ګډه د ټولو خنډانو لرې كولو پشمول بيا بيا د پولې نه اخو د ډزو او په دواړو هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې د ككړ نېټ وركس خاتمولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ غونډه كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ په لائن آف كنټرول د هندي ځواكونو لخوا د پرله پسې ډزو په پېښو د اندېښنې څرګندونه٬ په مقبوضه كش??ير كښې بشري حقونه د پښو لا??دې كولو او په بې ګناه كشميريانو د روانو ظلمونو غندنه وشوه۔ غونډه كښې ګډون كوٶنكو د دې عزم پخلې وكړو چې سيمه ايز امن او پرمختګ تر ھغه وخته ممكن نه دې تر څو چې د جمو او كش??ير د اوږدې مودې شخړې پشمول ټولې حل طلب مسئلې هوارې نه كړې شي۔ كمېټۍ په متفقه توګه د ردالفساد عملياتو او خېبر فور عملياتو پشمول د ترهه ګرۍ مخنيوي له ټولو عملياتو كښې په ترلاسه شويو كاميابو د اطمينان څرګندونه وكړه او د ترهه ګر عناصرو تر آخري نښې ختمولو او د ترهه ګرۍ په ضد د عملياتو دوام دار ساتلو له د عزم څرګندونه وكړې شوه۔ كمېټۍ د هېواد 70مه د آزادۍ ورځ په ملي جوش او جذبه ٬ اتحاد او ښه ډول د لمانځلو ستائنه وكړه ۔ په غونډه كښې د دفاع وزير انجینئر خرم دستګیر خان، د خزانې وزیر محمد اسحاق ډار ، خارجه وزير خواجه محمد آصف، د جوائنټ چيفس آف سټاف چیئرمېن جنرال زبېر محمود حیات، سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ، د سمندري ځواك مشر اېډمرل محمد ذکاء اللہ،د هوائي ځواك مشر اېئر چیف مارشل سهېل امان، د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر ??ان جنجوعه، د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال نوید مختار او سینئر سول او عسکري چارواكو ګډون وكړو
د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی