ليك: یی ژین
ترجمه: ډاكټر واحد الله ايوب
د بېجينګ ونټر اولمپيک لوبو د پرانستلو په مراسمو کښې ټولو بهرنيو شخصيتونو سره د پاکستان وزيراعظم عمران خان ګډون او چين ته د ده سفر لوبې سره د ده د مينې او لېوالتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پيوستون څرګندونه کوي.
په پاکستان کښې د وڼتر لوبو له امله د خلکو لېوالتيا زياته شوې ده. دا هیواد د سكيينګ سلوپ لوړ غرونه لري۔ د چین په مرسته د قراقرم لویه لار د پاکستان شمالي برخه د هیواد له نورو برخو سره تړي كوم چې خلکو لپاره په شمال کښې د ژمي لوبو كتل اسانوي ۔ د پاکستان لوبډلې هم د بیجنګ په ونټر ګېمز كښې مبارزه كړې په كومه كښې چې اتھلېټ محمد كريم په سلالوم مقابله كښی برخه اخستې۔
د اولمپیک لوبې خلک يو ځائې كوي۔ هغه هر څه چې په ونټر ګېمز كښې رامخې ته شول ممكنه ده چې هغه به د بېن المللي اړیکو لپاره د مایکروکوزم په توګه کار وکړي.
زمونږ نړۍ به یقینا یو ښه ځايې جوړ شي که چیرې هیوادونه د خپلو لوبغاړو څخه یو یا دوه شیان زده کړي.
د صفر مجموعې لوبې په ځائې ټول یوځايې پورته کول
مونږ د لوبو په مهال په مکرر ډول د سپورټس مېن شپ نه اثر اخلؤ۔ دا شېبې د سیالۍ څخه بهر ځي او هغه څه نندارې ته وړاندې کوي كوم چې اولمپېک په حقيقت كښې لري۔ د صفر مجموعې لوبه نه ده چې نور لوبغاړي ښكته كړي مګر دا چې يو لوبغاړې خپل ځان لا ښه كړي۔
دا د يو هېواد د بل هېواد سره اړيكو لپاره یو حقیقت لري۔ نور هېوادونه په اقتصادي ٬ عسكري او ټېكنالوژيكي توګه وړاندې تللو نه ساتل دومره ښه نه دي څومره چې خپل ځان ښه كول او وړاندې كول دي۔ د نړیوالتوب په دې دور کښې، د هیوادونو ګټې یو بل سره تړلې دي، او د نړۍ په یوه برخه کښې کوچني ګامونه د ټول انسانیت لپاره لويې ګام وړاندې کولی شي. چین او پاکستان په دې لړ کښې ښه مثالونه وړاندې کړي دي۔
په تاریخ، کلتور او ملي حالاتو كښې د زيات فرق لرلو باوجود زمونږ دواړه هیوادونه نه یوازې د سولې او سوکالۍ په وخت کښې بلکې د رامخې ته كېدونكو چېلنجونو مخنيوي له هم يو بل سره څنګ په څنګ پاتې شوي دي۔ دا هغه اړيكي دي كومې چې د شريك ملاتړ ٬ باور او احترام لخوا مشخص كېږي۔
پراختيا او درناوی
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د اتھليټس راټولېدل د ملي ، کلتوري یا نژادي توپیرونو پرته د تفاهم ، درناوي او ملګرتیا لپاره فرصت برابروي. کله چې جاپاني سکېټر یوزورو هانیو، چې دوه ځله د اولمپېک اتل پاتې و، د خپل فعالیت په مهال په ناممکن ډول ستونزمن څلور اړخیز اکسل، یا “4A “ته د رسیدو په برخه کښې پاتې راغی، په ځائي او نړيواله كچه ليدونكو د هغه ستائنه وكړه۔
دې ډول پراخا ذهنیت او درناوی ته په يو داسې وخت كښې زياته اړتيا ده کله چې د ځينې معلوماتو په بنياد خلك د ذهنونو تنګوالي سره مخ كېږي۔ دوئي دې يو ډول وپېژندلې شي ٬ د دوئي په اړه دې واورېدلې شي او دوئي دې وليدلې شي۔ داسې په نړیوال سیاست کښې هم بايد وكړې شي۔ هېوادونه بايد په ګډه كار كولو سره د نړۍ په چارو خبرې وكړي۔
ګډ سباؤن لپاره يو ځائې كېدل
د نړيوالې وبا باوجود د بېجينګ ونټر لوبې د خپل كرڼلار لمخې وكړې شوې چې په خپله د اولمپيک له شعار سره سم د نړيوال يووالي يوه د پام وړ څرګندونه ده. د تنظیم کمېټۍ د ټولو ګډون کونکو لوبډلو، او آئي سي ٬ د روغتیا نړیوال تنظيم او د نورو ډېرو نړیوالو تنظيمونو ملاتړ نه غېر دا ډول بریالۍ لوبې یوځاې راجمع كولې نه شوې۔
په ډیری لارو كښې ، هغه نړیوال کلی چې مونږ پکښې ژوند کوو اتھليټس لپاره د اولمپیک کلي نه بدل نه دے۔ لکه څنګه چې د آئي او سي صدر توماس باک د پرانیستې په مراسمو کښې ووئیل، “دا ممکنه ده چې د سختو حريفانو پاتې كېدو باوجود يو بل سره په سوله ایزه او درناوي سره يو ځايې ژوند وكړؤ” دا پیغام باید د نړۍ په هر ځايې کښې سیاستوال او پریکړه کونکي له لاسه ورنکړي.
لکه څنګه چې د بېجينګ ونټر لوبې پايې ته ورسېدې ٬ د دې تلپاتې قيمت په سرو او سپينو زرو تللې نه شي٬ بلکې دا د اتھليټس په ورورولۍ کښې موندل كېږي كوم چې په بیجینګ کښې يو ځائې شؤ۔ مونږ باید دا زړه راښکونکي شېبه تېرېدو ته ورنكړؤ ، بلکه د سپورټ قوت ته غاړه وركړؤ كوم چې مونږ ټول يو ځائې كړي۔
د بېجينګ د اولمپيک لوبو تر پرانستلو مخکښې، يو شمېر پاکستاني تنکيو ځوانانو د بيجنګ 2022 برياليتوب په اړه د خپلو هيلو څرګندولو له لنډې ويډيوګانې جوړې کړې۔ دا د دې ونټر اولمپېک لوبو يوازې يو كوچنې مثال دې چې د هېوادونو ترمنځ د يووالي قوت په توګه کار کوي. په یوه ټوټه شوې نړۍ کښې، مونږ د چین او پاکستان په څیر د پیوستون لا زیاتې جذبې ته اړتیا لرو، دغسې چې انسانيت لپاره يو ګډ او ښه سباؤن باوري كړؤ۔
لیکوال په بېجینګ کښې په نړیوالو چارو ژور نظر لرونكې دې۔