اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان په معاشي تباهې، ګرانې او بې روزګارې د اولس مجرم دے، هغه ته به ځواب وركول وي. د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې عمران خان تماشا كولو او دروغ وئيلو سره په اولس ظلم كړے، د دې د ځواب نه هغه نه شي تښتېدلې. په خپل ټويټ كښې وفاقي وزيرې په كال 2018م كښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ او په كال 2022م كښې د پي ټي آئي د حكومت په مهال د هېواد د پرمختګ په اړه د شمېرو چارټ هم شريك كړے. د دې چارټ له مخې په كال 2018م كښې د ډالر بېعه 116 روپې وه كومه چې په كال 2022م كښې 189 روپو ته رسېدلې. په چارټ كښې نورې شمېرې هم وركړې شوې. په څلور كاله كښې د غربت د ليكې د لاندې كسانو په شمېره كښې د دوه كروړه كسانو اضافه شوې چې پكښې 1.3 كروړ ماشومان شامل دي.
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina