اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)د نجكارۍ وفاقي وزير/د نجكارۍ كمېشن چيئرمېن محمد ميا سومرو وئېلي دي د اسلامي نړۍ شريك اتحاد د ټولې نړۍ مسلمانانو د مسائلو يوازنے حل دے۔فلسطين سره د يو والي څرګندونې ورځ په موقع په خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل د بې ګناه فلسطينيانو مسلمانانو په شهادت او د فلسطين په زيان ټول پاكستانے قام غم جن دے۔د نجكارۍ وزارت لخوا د جمعې په ورځ په خپل جاري شوي بيان كښې محمد ميا سومرو ووئيل د اسلامي نړۍ شريك اتحادي د فلسطين پشمول د ټولو مسلمانانو د مسائلو حل دے۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو پشمول نورې نړيوالې ادارې دې د اسرائيل د ظلم او بربريت مخ نيوي لپاره ګامونه پورته كړي۔په فلسطين د روانو بريدونو سره د ټولې نړۍ امن په خطره كښې دے۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د فلسطين مسئلې حل لپاره ذاتي خوښي لري۔حكومت په سفارتي او عملي توګه د فلسطينيانو مرستې لپاره مخ په وړاندې روان دے
د اسلامي نړۍ شريك اتحاد د ټولې نړۍ مسلمانانو د مسائلو يوازنے حل دے۔د نجكارۍ وفاقي وزير محمد ميا سرمرو
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب