اسلام آباد 14نومبر (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي د هېواد آئين د رائے اظهار٬اجتماع او بنيادي حقونو ضمانت وركوي۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د ځينو غړو لخوا په پورته كړو نكاتو سپيكر ووئيل د دستور آرټيكل 16 كښې اجتماع او آرټيكل 17 كښې د اېسوسي اېشن حق وركړے شوے دغسې د دې ټولو بنيادي حقونو ضمانت هم وركړی كېږي ۔سپيكر ووئيل چرته چې دې حقونو ته تحفظ وركړے شوے هلته په دې ځينې حدونه هم لګېدلې دي دغسې چې د خلقو بنيادي حقونه متاثره نه شي۔سپيكر ووئيل كوم هم وګړے د خپلو بنيادي حقونو تحفظ لپاره هائي كورټ څخه رجوع كولې شي
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش