لنډی کوتل ۔14دسمبر (اے پی پی)د پاك افغان كوآپرېشن فورم لخوا د مرستې 7 ټركه سامان په طورخم پوله افغان چارواكو ته وركړې شو۔ د پاك افغان كوآپرېشن او خدیجة الکبری وېلفېئر ټرسټ لخوا مفتي طارق مسعود ٬ مفتي محمد فیاض او اډيشنل اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل اشرف الدین افغان چارواکي محمد نسیم احمدي ته اووه ??ركه د مرستې سامان وركړو كوم كښې چې داروګان ٬ كمبلې او د خوراك څښاك نور څيزونه شامل وو۔ په دې موقعه م??مد نسيم احمدي ووئيل چې په افغانستان كښې 10 لكه نه زيات كوچنيان دا مهال د خوراك كمي سره او نور افغان وګړي بېلو ستونزو سره م?? دي له دې كبله ملګري ملتونه او نور هېوادونو دې په دې سخت وخت كښې د افغان اولس بشپړه مالي مرستې وكړي او دوئي ته دې د مرستې نور سامان راولېږي۔ افغان عهدېدار ووئيل د پاكستان حكومت او پاك افغان فورم ټول عمري په سختو حال??تو كښې د افغان اولس مرسته كړې ده په دې مونږ د پاكستان حكومت او اولس مننه كوؤ۔ په دې موقعه د خدیجة الکبریٰ وېلفیئر ټرسټ مشر مفتي مسعود ميډيا سره خبرو ك??ې ووئيل افغان اولس لپاره مو په دې سخت وخت كښې 7 ټركه د مرستې سامان افغان چارواكو ته وركړې دې او د خېر سګالۍ جذبې د لاندې به د مرستې سامان لېږلو دا لړۍ دغسې روانه وي۔ هغه نورو هېوادونو سره سره د پاكستان مخير حضر??تو ته هم اپيل وكړو چې هغوي د افغان اولس مرسته روانه وساتي۔ افغان چارواكو افغان اولس لپاره د 7 ټركه سامان په رالېږلو د پاكستان حكومت او پاك افغان فورم خصوصي مننه وكړه۔
پاک افغان کوآپرېشن فورم په طورخم پوله د مرستې 7 ټركه سامان افغان چارواكو ته وركړو
مضمون کا ماخذ : loteria estadual