اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) پاکستان او ايران د دوه اړخيزه تجارت حجم تر لس اربه ډالرو په زياتولو موافقت كولو سره وئيلي دي چې دواړه هېوادونه د مذهب، كلتور، تهذيب او د ګاٶنډګيرۍ په خپلولو يو بل سره تړلي دي ٬ وخت راغلے چې پاكستان او ايران خپل منځه اړيكې لا قوي كړي٬ بايد ملګري ملتونه په غزه كښې د انسانيت سوز ظلمونو خاتمې لپاره خپل كردار ولوبوي، پاکستان او ايران تل خپل حق لپاره د كشميريانو او فلسطينيانو د هلو ځلو ملاتړ كړے دے ۔ د ګل په ورځ د ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي سره په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې لپاره د تفاهم په يادښتونو د لاسليك دستورې نه وروسته ميډيا سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ايران صدر د پاكستان خپله وړومبۍ دوره كوي٬ دا مونږ لپاره د اعزاز خبره ده۔ ده ووئيل د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو ترمېنځه د مذهب، كلتور او تهذيب په خپلولو ٬ سفارتي٬ د سرمايه کارۍ، او په امنيتي اړيكو تفصيلي خبرې شوې دي۔ ده ووئيل ايران سره د پاكستان اړيكې په پېړو پخوانۍ دي، د پاكستان جوړېدونه اګاهو د نيمې وچې د مسلمانانو ايران سره نزدې اړېكې وې٬ دا تعلق مونږ له نن د پرمختګ٬ سوكالۍ او شريكې مېنې او د دواړو هېوادونو بهترۍ لپاره كارول دي٬ په كال 1947 كښې ايران د پاکستان تسليموٶنكو هېوادونو په فهرست كښې شامل ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د ايران تهار او مشهد ښار ډېر ښائسته دے۔ ده د ايران صدر مخاطب كولو سره ووئيل اګرچه زمونږ شاعر علامه اقبال ستاسو انقلابي جذبو ته وده وركوي خو د حافظ او خيام نه غېر زمونږ سوچ هم نېمګړې او نامكمل دے٬ په كال 2009 كښې د ايران د دورې حواله وركولو سره ده ووئيل ھغه وخت هلته اقبال چيئر جوړ شو٬ بيا په پنجاب كښې فردوسي چيئر جوړ شو، د لاهور جوهر ټاٶن مهمه لار فردوسي ته منسوب وه۔ ده ووئيل د ايران صدر په زيرك قيادت كښې ايران لوے پرمختګ كړے دے٬ وخت راغلے چې پاكستان او ايران اړيكې لا قوي كړي۔ده ووئيل نن چې مونږ اقتصادي پرمختګ او د روابطو پحقله كومې پرېكړې كړې دي ھغه به رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل د غزه په مسلمانانو ډېر ظلمونه كېږي٬ په دې ايران خپل بشپړه او كوټلې موقف اختيار كړې٬ پاکستان په دې لړ كښې د غزه مسلمانانو وروڼو خوئندو سره ولاړ دې٬ د دا ډول ظلمونو مثال نه ترلاسه كېږي٬ د كوچنيانو او مېرمنو پشمول 35 زره كسان شهيدان شويدي٬ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غزه كښې د جنګ بندۍ قرارداد كوم چې په ګرانه منظور شوې په دې عمل درآمد نه كولو سره دا قرارداد تس نس كړې او نړيواله ورورولي خاموشۍ سرسه تماشه كوؤنكې جوړه شوې٬ اسلامي هېوادونو له د او آئي سي پلېټ فارم څخه په ګډه غږ پورته كول پكار دي٬ تر ھغه وخت چې په غزه كښې بشپړه جنګ بندي او دوي ته حقوق ترلاسه نشي۔ ده ووئيل په كشمير كښې هم د هند ظلمونه جاري دي٬ ايران تل د كشميريانو په حق كښې غږ پورته كړې٬ كشميريانو ته به د دوي بنيادي حق خامخه ملاوېږي۔ وزيراعظم د پاكستان په دوره كولو د ايران د صدر او پلاوي مننه وكړه۔ ده ووئيل دې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ د ايران صدر ابراهيم رئيسي په تود هركلي د وزيراعظم شهباز شريف او د پاكستان حکومت مننه كولو سره ووئيل چې د پاکستان زمكه زمونږ لپاره د احترام وړ ده د پاكستان اولس او حكومت ته د ايران د سپريم كمانډر لخوا سلام وړاندې كوم چا چې تل اسلامي اقدارو لپاره هلې ځلې كړې۔ ده ووئيل په فلسطين او غزه كښې د اسرائيلي ځواكونو لخوا د نسل كشۍ خاتمه ضروري ده٬ د ملګرو ملتونو او د لوئيديزو هېوادونو په مرسته د اسرائيلي ځواكونو لخوا په غزه او فلسطين كښې نسل كشۍ او د كوچنيانو د عامې وژنې په هېڅ صورت نه زغملو سره اړوند د پاكستاني حكومت او اولس دريځ ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل پاکستان تل د فلسطين حق او انصاف لپاره غږ پورته كړېدے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو او بشري حقونو نورو نړيوالو طاقتونو له به د غزه پحقله خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي، د پاکستان او د ايران اولس د دې بشري حقونو خلاف ورزو په ضد ګرده نړۍ كښې غږ پورته كوي۔ ده ووئيل د فلسطينيانو هڅې به يو ورځ ضرور كاميابېږي۔ د ايران صدر ووئيل د ورور ګاٶنډي او دوست هېواد په حېث پاكستان سره زمونږ اړيكې يوازې تر ګاٶنډيتوب محدود نه دي بلكې دا په تهذيب،كلتور او د مذهب په خپلولو تړلې دي۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو او نړۍ له به د فلسطين د بې ګناه وګړو حقونو لپاره غږ پورته كول وي٬ د القدس شريف آزادۍ له په غږ پورته كولو د پاكستان د اولس او حكومت مننه كوٶ۔ د ايران صدر ووئيل د پاکستان او ايران ترمېنځه اړيكو ته وده وركولو لپاره يو شمېر موقعې موجود دي٬ په ننني ملاقات كښې د سياسي، سفارتي، اقتصادي او تجارتي اړيكوې تر هر ممكنه حد په زياتولو موافقت شوے دے۔ ده ووئيل پاکستان او ايران د ترهګرۍ په ضد جنګ كوي٬ په دې جنګ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته ضروري ده، منظم جرائم او د نشه اي توكو په ضد په ګډه كار كولو ته اړتيا ده، دا دواړو هېوادونو لپاره خطر دي٬ د پاكستان او ايران ترمېنځه دوه اړخيزه٬ سيمه ايز اوپه نړيواله كچه د بشري حقونو پحقله په مرسته اډانه اړيكې دي٬ دواړه هېوادونه د خپلو دوه اړخيزه اړيكو د مستحكم كولو عزم لري۔ د ايران صدر ووئيل د پاکستان او ايران ترمېنځه تجارتي او د اقتصادي مرستې حجم ډېر كم دې٬مونږ پرېكړه كړې ده چې په وړومبې پړاٶ كښې به د تجارت حجم لس اربه ډالرو ته رسوٶ۔د ايران صدر ووئيل د ايران مېړني اولس غېر قانوني بنديزونه موقعو كښ بدل كړې دي چې په سبب ئې په ايران كښې د وياړ وړ پرمختګ او سوكالي راغلې ده٬ د ايران پرمختګ او ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كېدې شي۔
د دوه اړخيزه تجارت حجم تر لس اربه ډالرو په زياتولو موافقت ٬ ملګري ملتونه دې په غزه كښې د انسانيت سوز ظلمونو خاتمې لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف او د ايراني صدر د تفاهم يادښتونو لاسليك دستورې نه وروسته خبرې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی