اسلام آباد21ستمبر (اے پي پي)وزیراعظم عمران خان وئيلي ديپاکستان به په يواځې د افغانستان د نوي حكومت تسليمولو پرېكړه نه كوي،پهاېس سي او شنګھائي مرستې تنظيم كښې د افغانستان ګاٶنډيانو هېوادونو مشرانو سره تفصيلي خبرې شوي، د ټولشموله حکومت جوړېدو نه پس به د افغانستان حكومت د تسلیمولو پرېكړه كوٶ، افغان واكدارانو له به باوري كول وي چې افغان خاوره د كوم بل هېواد په ضد استعمال نشي، د ټولو ملاتړ سره به په افغانستان كښېتل پاتې امن ممكن شي، د افغانستان كليوال ماحول د مذهب سره تړل پكار نه دے، افغانستان كښې د څلوېښتو كالو راهسې د روان جنګ خاتمه ښه خبر دے، هيله لرو چې په افغانستان كښې به طالبان د مېرمنو د تعليم اجازه وركړي، دا مهال څوك هېڅ نشي وئيلي چې افغانستان به په كوم لور ځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د برتانيې د خپرونو ادارې بي بي سري سره خپلې مركه كښې كړې۔ وزیراعظم ووئيل په افغانستان كښې تر اوسه ټولشموله حكومت نه دے جوړ شوے خو د پېشرفت هيله ده، ټولو سره په ګډه تللو به په افغانستان كښې تل پاتې امن ممكن شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې په افغانستان كښې به طالبان مېرمنو ته د تعليم اجازه وركړي، طالبانو وئيليدي چې مونږ به مېرمنې پرله پسې په قامي چوكاټ كښې شاملوو، اسلام كښې د مېرمنو په حقونو خاص زور رواړلے شوے ، افغان مېرمنې ډېرې مېړنۍ دي ٬ هغوي له دې وخت وركړے شي٬ خپل حقونه به پخپله ترلاسه كړي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې كليوال ماحول مذهب سره تړل پكار نه دے٬ دا مهال هېڅ نشي وئيلے كېدے چې افغانستان به په كوم لور ځي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د 40 كالو راهسې د روان جنګ خاتمه ښه خبر دے۔ ده ووئيل په شنګھائي مرستې تنظيم كښې د افغانستان ګاٶنډيانو هېوادونو مشرانو سره تفصيلي خبرې شوي، د ټولشموله حکومت جوړېدو نه پس به د افغانستان حكومت د تسلیمولو پرېكړه كوٶ۔ ده ووئيل پاكستان به په يواځې د افغانستان د نوي حكومت تسليمولو پرېكړه نه كوي، د افغان حکومت تسليمولو نه وړاندې به طالبانو له د بشري حقونو تحفظ باوري كول وي، افغان واكدارانو له به دا هم باوري كول وي جې د افغانستان خاوره د كوم به هېواد په ضد استعمال نشي
پاکستان به په يواځې د افغانستان د نوي حكومت تسليمولو پرېكړه نه كوي۔ د وزیراعظم عمران خان د برتانيې د خپرونو ادارې بي بي سي سره مركه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج