اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په مشرې كښې د مركزي مجلس شوریٰ غونډه په لاهور كښې وشوه. په غونډه كښې د ټول هېواد څخه علما و مشائخ ګډون وكړو. په غونډه كښې پاكستان علما كونسل په ټول هېواد كښې د رابطه مهم چلولو، د علما و مشائخ كنونشنز او تربيې غونډې كولو، د فرورې په 20مه نېټه د پنځم نړيوال پېغام اسلام كانفرنس كولو او د افغانستان په صورتحال د اسلامي نړۍ دانشورو، پوهانو او مذهبي مشرانو سره د رابطې كولو پرېكړه وكړې شوه. په غونډه كښې په يو قرارداد كښې ووئيل شول چې د كوم هم هېواد پوليس، د سلامتيا ادارې او پوځ د هېواد د ملا د تير حېثيت لري، د پنجاب پوليس د ځوانانو په ژوبل يا شهيد كېدو پاكستان علما كونسل د دوي كورنيو سره غمرازي كوي او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا كوي، كونسل د حكومت او تحريك لبېك ترمېنځه د لوظنامې هركلې كوي. په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې پنځم پېغام اسلام كانفرنس به په كال 2022م كښې د فرورې په 20مه نېټه كېږي چې پكښې به د ټول هېواد څخه پنځه زره علما او مشائخ ګډون كوي. په كانفرنس كښې به امام كعبه، د فلسطين قاضي القضاة، شېخ الازهر او د اسلامي نړۍ د مهمو هېوادونو ذمه وارو ته بلنه وركولې شي. په غونډه كښې ووئيل شول چې په نړۍ كښې چې كوم مهم بدلون راغلے، هغه په افغانستان كښې راغلے بدلون دے. د هغه ځائ حالات د دې خبرې تقاضا كوي چې مونږ د افغانستان استحكام او امن لپاره هڅې وكړو. په دې معامله به د دسمبر په پاې كښې د اسلامي نړۍ علما و مشائخ سره ورچوئل كانفرنس كولې شي، د افغانستان په صورتحال د اسلامي نړۍ مهم مشرانو سره مشاورت روان دے.
د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په مشرې كښې د مركزي مجلس شوریٰ غونډه وشوه
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری