اسلام آباد 12اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د غذائي تحفظ خاص مرستيال جمشيد اقبال چيمه وئېلي دي حكومت د ضرورت په څيزونو ټارګټډ سبسډي وركول پېل كړې٬په ريټيل ماركيټ كښې به چيني په 80 روپۍ كلو خرڅېږي٬سږ كال په پاكستان كښې د ګني رېكارډ 100 ملين ټنه پېداوار متوقع دے٬حكومت د غوړو او دالونو بيعې كمولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي چې دغسې عام وګړې رېليف ترلاسه كړي۔د نهې په ورځ په پي ټي وي په خپل خاص پېغام كښې ده ووئيل حكومت د ګني د كروندګرو د حالت نوټس اخستو سره د كروندګرو د جائزو مسئلو په سمدستي توګه د حل كولو هدايت كړے ۔ده باور وركړو چې حكومت به د ګني په رېكارډ پېداوار كروندګرو ته مراعات وركړي۔جمشيد اقبال چيمه ووئيل حكومت د عام وګړي تحفظ لپاره كوټلي اقدامات كوي۔ده ووئيل حكومت د ضرورت په څيزونو ټارګټډ سبسډي پېل كړې٬په ريټيل ماركيټ كښې به چيني په 80 روپۍ كلو خرڅېږي
حكومت د ضرورت په څيزونو ټارګټډ سبسډي وركول پېل كړې٬په ريټيل ماركيټ كښې به چيني په 80 روپۍ كلو خرڅېږي۔د وزيراعظم د غذائي تحفظ خاص مرستيال جمشيد اقبال چيمه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی