اسلام آباد 14 جون (اے پي پي)د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل بابر افتخار وئېلي دي د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې په واضحه توګه وئېلي شوي وو د سازش شواهد نه دي ترلاسه شوې٬د پاكستان وسله والو ځواكونو د كال 2020م څخه په بجټ كښې كومه اضافه نه ده اخستې٬د ګرانۍ په تناسب سره كم شوے دفاعي بجټ د جي ډي پي په تناسب سره لاندې روان دے٬د خپلې رائے حق ټول لري خو بايد په حقائق مسخ كولو څخه د دروغو مرسته ترلاسه نه كړی شي٬ جنرل(ر)پروېز مشرف ناروغه دے٬مشران وائي چې بايد هغه بېرته خپل هېواد ته راشي٬د جنرال قمر جاوېد باجوه په هدايات په كال 2019 كښې ټيررفنانسنګ او د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره په 30 وزارتونو٬ډويژنو او محكمو كښې مربوط مرستې لپاره سيل قائم كړے شوے۔ده د نهې په شپه نجي ټي وي چينل سره د خبرو په مهال ووئيل د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه لخوا د چين دوره ډېره مهمه وه٬هغه وړومبې سرلښكر دے كوم چې صدر شي جن پنګ سره ليدلې دي٬د پاكستان چين سره ستراتېژېكي اړيكې ډېرې مهمې دي٬چين تل زمونږ ملګرتيا كړې٬د دې دورې مقصد اړيكې قوي كول وو٬چين سره اړيكې په منطقه كښې امن لپاره ډېرې مهمې دي٬ده ووئيل د پاك چين اقتصادي لارې(سي پېك)امنيت پوځ ته وركړے شوے٬د سي پېك امنيت لپاره نوي ونګز هم تشكيل كړے شوي۔ده ووئيل چين د پاكستان په دفاعي قوت زياتولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده ووئېل د پاكستان چين اقتصادي لارې د امنيت په اړه هېڅ ډول كمے نه دې راغلے۔د حكومت په كچه په سي پېك كار روان دے۔د حكومتونو ترمينځه په روابطو كښې پرمختګ كېږي٬د چين دورې په مهال ګڼ شمېر يادښتونه لاس ليك شوي۔ميجر جنرل بابر افتخار ووئيل په بجټ كښې تل د دفاع په بجټ بحث پیل كېږي٬په بجټ كښې محدود وسيلې تر نظره ساتلې شي٬په محدودو وسيلو كښې دننه پاتې كېدو سره ټول خپلې ذمه وارۍ پوره كوي٬د پاكستان وسله والو ځواكونو خپلې ټولې ذمه وارۍ پوره كړي او په راتلونكي وخت كښې به يې هم پوره كوي۔ده ووئيل هند تل دفاعي بجټ زيات كړے٬د هند د 13 لكه پوځ په مقابل كښې زمونږ پوځ 5 نيم لكه دے چې پكښې 50 فيصده په ختيزه پوله او 40 فيصده په لوېديزه پوله او پاتې نور په ټول هېواد كښې د قدرتي آفتونو په مهال د مرستې چارو نه علاوه د قامي سلامتيا او په كينټونمنټس كښې خذمات ترسره كوي۔
د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې په واضحه توګه وئېلي شوي وو د سازش شواهد نه دي ترلاسه شوې٬د پاكستان وسله والو ځواكونو د كال 2020م څخه په بجټ كښې كومه اضافه نه ده اخستې۔د آئي اېس پي آر ډي جي ميجر جنرل بابر افتخار نجي ټي وي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena