اسلام آباد۔20 اکتوبر(اے پی پی)د صدر ډاكټر عارف علوي لخوا وزيراعظم ته د ليكلې شوي خط په ځواب كښې وزيراعظم آفس د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وزارت ته د پوهانو يو اعلٰی كچ كمېټۍ جوړولو ??دا??ت كړے چې مشري به يې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير كوي او څوك چې به رياستي ادارو ته د “سائبر خطرات او چېلنجونو” تجزيه كولو او په دې معامله وړاندې تګ لپاره خپل سفارشات وزيراعظم آفس كښې وړاندې كوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت دا خط په پاكستان كښې رائے جوړونكو او پريكړه كوونكو٬سياست دانانو او د حكم?? عملۍ سازو په معامله د درخواستونو په تسلسل كښې وزيراعظم ته ليكلے دے۔د صدر خط له مخې سائبر پاورد ق??مي مقاصد ترلاسه كولو لپاره موثره ذريعه ده٬پاكستان ته د سائبر صلاحيتونو ترلاسه كولو لپاره د سخت محنت كولو ضروت دے٬پاكستان له به د سائبر پاور استعما?? لپاره ګڼ اړخيزه او جامع ق??مي نقطه نظر خپلولو او د پالېسۍ جوړولو لپاره غور او فكر كول وي۔په خط كښې وئېلې شوي سائبر بريدونه كمول٬د كوم هم ممكنه صورتحال په ضد موثر رد عمل او د دفاعي صلاحيت ترلاسه كولو ضرورت دے۔صدر مملكت په خط كښې وئېلي دي سائبر بريدونه ادارو٬د ژوند هر ضرورت٬دفاع٬كاروبار٬ډيجيټل سپلائي چين٬فنانس٬پبلك سروسز او انفارمېشن كنټرول او مواصلات مفلوج كولو صلاحيت لري۔صدر ډاكټر عارف علوي په خط كښې د سائبر سېكورټي په اړه 8 سټريټجك څانګې هم په ګوته كړي۔كمېټي به زر تر زره دا معامله وړاندې بوتللو لپاره خپل سفارشات وړاندې كړي۔وزيراعظم ته د ليكلې شوي خط نه علاوه صدر يو رپورټ هم اړوندو ادارو ته لېږلے دے
د صدر مملكت په خط٬وزيراعظم آفس د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وزارت ته د پوهانو د اعلٰی كچ كمېټۍ جوړولو سپارښتنه كړې
Powerful Blackjack Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔