اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)په سعودي عربستان كښې په هنرمند او تكنيكي څانګو كښې ملازمت ترلاسه كونكو لپاره په پاكستان كښې د پیشه ورانه امتحاني پروګرام”اسكلز ويري فيكيشن” پائلټ پراجېكټ پیل كړې شوې دې۔ د پائلټ پراجېكټ لانچنګ لپاره د ګل په ورځ د سعودي عربستان په سفارتخانه كښې د دستوې اهتمام وكړې شو۔ د دستوې خاص مېلما د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو پرمختګ او بشري وسائلو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري په دې موقع په خپله وېنا كښې ووئيل چې په سعودي عربستان كښې ګڼ شمېر پاكستاني وګړي په بېلو ??دارو كښې خپله وظيفه ترسره كوي٬هنر مند پاكستانيان كه يو خوا د سعودي عربستان په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي نو بل خوا ترسيلات زر رالېږلو ??ره د پاكستان خذمت هم كوي۔ده ووئيل چې د پېشه وارانه تعليمي تصديق او عملي امتحان پېل سره به په سعودي عربستان كښې د سکلز او تكنيكي صلاحيتونه لرونكو پاكستانيانو ته په اړوندو څانګو كښې د روزګار بهترې او نوې موقعې ترلاسه شي۔ده ووئيل چې مونږ به سعودي عرب سره په ګډه د يو ښه ټېنكيكل اينډ ووك??شن?? پوهنتون جوړول عملي كوو۔ده د سېلابونو په مه??ل په بشپړه مرسته د خادم حرمين شريفين مننه وكړه۔په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف سعيد المالكي هم په دې موقع خپل خطاب كښې ووئيل چې پاكستان و??وم??ې هيواد دے كوم كښې چې د سكلز ويريفيكېشن پروګرام پائلټ پراجېكټ پېل كړې شوې دې٬د پراجېكټ لپاره ن??شن?? اتهارټي فار سكلز اپ ګرېډنګ(نيوټيك)په مرسته 12 تسليم شوې امتحاني مركزونه په 8 بېلو ښارونو كښې جوړ كړې شوي۔ده ووئيل چې دا پروګرام به د افرادي قوت لپاره خپل فيلډ كښې د يو عملي ټېسټ كولو ??هتمام كوي٬ چرته به چې په و??وم??ي پراؤ كښې په 5 مه??رتونو عملي او نظرياتي ټېسټ پیل كولې شي چې پكښې اليكټر??شن??پلمبر٬ويلډنګ٬ريفريجر??شن??ايئر كنډېشنګ او آټو اليكټرېشن څانګې شامل دي۔په دستوره كښې د سعودي عرب پراجېكټ ډائرېكتر او وفاقي وزير د لانچنګ دستاويز تبادله هم وكړه۔
هنر مند پاكستاني وګړي د سعودي عربستان تعمير او پرمختګ كښې كردار ترسره كولو سره د ترسيلات زر رالېږلو د لارې د هېواد خذمت هم كوي۔وفاقي وزير ساجد حسېن طوري
Super Andal Bahar login website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج