باکو 21 نومبر (اے پي پي) آذربائیجان كښې د نړيوال فورم کاپ 29 په آخر د مواصلات،نجکارۍ او سرمایه كارۍ بورډ وفاقي ??زی?? عبدالعلیم خان او د ترکیه د ټرانسپورټ وزير عبدالقادر یورالوغلو ملاقات وشو چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه وړاندې څخه موجود د ورورولۍ او تجارتی اړيكو ??ه لا زياتولو غور وشو ۔ وفاقي ??زی?? عبدالعلیم خان ووئيل ترکیه او پاکستان د څو لسيزو راهسې د ملګرتيا اړيكي لري كومي چې وخت سره سره لا قوي كېږي۔ده ووئيل ترکیه څخه پاکستان كښې د هر ډول سرمایه كارۍ هركلے كوو۔ وفاقی ??زی?? عبدالعلیم خان د آذربائیجان د ډیجیټل ډویلپمنټ اینډ ټرانسپورټ وزير راشد نبی اوف سره هم ملاقات شوے چې پكښې په خاص توګه باکو كښې د کاپ 29 کامیاب سېشن ستائنه شوې او د آذربائیجان او پاکستان ترمينځه اړيكو ته لا ودې وركولو ته صلاح يوه شوې۔ وفاقي ??زی?? عبدالعلیم خان ووئيل آذربائیجان كښې ګڼ شمير پاکستاني د تعلیم، روزګار او سېلګرۍ سره منسلك دي، پاکستان آذربائیجان څخه په بېلو څانګو كښې جی ټو جی هلو ځلو كښې خوښي لري۔ده ووئيل زما د باکو دورې په مهال د بېلو هېوادونو وزيرانو سره ملاقاتونو كښې خبرې شوي دي۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې وفاقي ??زی?? عبدالعلیم خان باکو، آذربائیجان كښې د کاپ 29 فورم كښې د پاکستاني پلاوي قیادت کولو كښې د ټرانسپورټ سېشن او ډیجیټل مډل کوریډور اینډ بیانډ كښې ګډون كړے او بین الوزارتی راؤنډ ټیبل کنفرنس كښې ئې د پاکستان نمائندګی کړې ده ۔
باکو،د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د تركيه او آذربائیجان وزيرانو سره ملاقات
MT Online Credit Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک