اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د شنګھائي تنظيم غړيتوب سره به د پاكستان معيشت نړيوال معيشت سره د پيوست كولو، د سرمايه كارۍ موقعې زياتولو او تجارت ته د ودې وركولو م??قعې ترلاسه شي، چې ورسره د هېواد په مجموعي اقتصادي پرمخ??ګ مثبت اصثرات مرتب كېدې شي۔ اقتصادي كارپوهانو وئيلي دي د اېس سي او غړے جوړېدل او د غونډو كوربتوب پاكستاني معيشت لپاره خوشبينه دي۔ اېس سی او م??م سيمه ايز تنظيم دے ، د دې په غړو هېوادونو كښې چين، روسيه ، هند او د من??نۍ آسيا هېوادونه په نړيوال معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دې تنظيم پلېټ فارم څخه د پاكستان معيشت ته يو شمېر ګټې ترلاسه كېدې شي۔ د اېس سي او د لارې پاكستان ته د چين ، روسيه او نورو هېودونو لخوا د سرمايه كارۍ نوې موقعې ترلاسه كېدې شي۔ په خاص توګه د چين لخوا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتېدو امكان دے?? اقتصادي كارپوهانو ووئيل د اېس سي او غړو هېوادونو سره تجارتي اړيكې زياتولو سره د پاكستان برآمدات زياتېدې شي۔ پاكستان به د مينځنۍ آسيا هېوادونو ته رسنه ولري كوم چې د توان او معدنيات بلها پنګې لري۔ د اېس سي او په پلېټ فارم د توان څانګه كښې همكاري وده موندلې شي۔ د ګاز او تېل لوظنامې سره به د پاكستان د توان حاجت ترسره كولو له مرسته ترلاسه شي۔ دوئي ووئيل د اېس سي او د لارې پاكستان ته د سيمې ايزې رابطې منصوبو كښې د برخې اغستو م??قعه ترلاسه كيږي لكه د سړكونو ، رېلوېز او بندرځايونو جوړولو م??صوبې كومې چې تجارتي تګ راتګ آسانولې او په سيمه اييز تجارت كښې اضافه كولې شي
د شنګھائي مرستې تنظيم غړيتوب سره به د پاكستان معيشت نړيوال معيشت سره د تړلو موقعې ترلاسه شي: اقتصادي پوهان
कैलोंग इंटीग्रिटी बेटिंग एंट्रेंस
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ