اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي چې آئيني چارې آئيني عدالتونو ته ځي دغسې چې عام وګړو ته د انصاف وركولو په لاره كښ?? خنډان رامخې ته نه شي دغسې چې د ھغوي كېسونه زر تر زره ترسره شي۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خبرو كښ?? وفاقي وزير ووئيل د آئيني بدلونو پحقله د پراخه مشاورت لړۍ روانه ده، ټولو سياسي ګوندونو نه يوازې خپل مېنځ كښ?? خبرې كړې دي بلكې دا هڅه هم شوې ده چې د رائيو اتفاق رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښ?? پارلمان له هم خپل كردار لوبول دي، اپوزيشن او حکومتي ګوندونو د پارلمان دننه او بهر په دې بدلونونو ښه بحث كړے۔ ده ووئيل د قانون وزير په دې لړ كښ?? كردار د ستائنې وړ دے، ده د دې بدلونونو پحقله ټولې پارټۍ انګېج وساتلې او د آئيني مسودے پحقله ئې خپل كردار ولوبولو۔ ده ووئيل د سپېن، المان ، اټاليه پشمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښ?? سپريم کورټ جلا او آئيني عدالتونه جلا وي، آئيني چارې آئيني عدالتونو ته ځي دغسې چې د عام وګړو كېسونه په وخت ترسره كړې شي او دوي ته انصاف وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان يوازينې هېواد دے چرته چې د 9 مئي د پېښې پرېكړه قدرې ونه كړې شوه۔ وفاقي وزير ووئيل په امريکا كښ?? د کيپيټل هل د كېسز پرېكړ په څو مياشتو كښ?? شوې، كومو كسانو چې ورانې كړې٬ سركاري املاك ته ئې زيان رسولې او بريد ئې كړې ھغه ټول كسان خپل انجام ته رسېدلي خو څه سبب دې چې د 9 مئي د تورونو د كېس تراوسه پرېكړه ونه شوه۔ ده ووئيل چې د آئيني بدلونونو مقصد يوازې دومره دے چې آئيني عدالتونه جلا كړې شي دغسې چې آئيني چارې جلا واورېدې شي او په نورو عدالتونو كښ?? د پاكستان د وګړو د كېسونو په وخت پرېكړه وكړې شي٬ په عدليه كښ?? د زرګونو په شمېر كېسونه ځنډ سره مخ دي۔ ده ووئيل د قانون وزير چې كومه م??ود?? تياره كړې په ھغې تحريك انصاف سياست كړې او وئيلي ئې دي چې زمونږ مشر رابهر كړۍ بيا به په آئيني بدلونونو خبره كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل چا به اېن آر او وركولې نه شي۔ ده ووئيل د آئيني بدلونونو پحقله د مشاورت دائره كار پراخه كوٶ، مولانا فضل الرحمان سره هم مشاورت روان دے۔ وفاقي وزير ووئيل د قانون وزير چې كومه م??ود?? تياره كړې په هغې هم خبرې شوې دي٬ دا م??ود?? د قانون ډلې تياره كړې٬ د قانون په وزارت كښ?? ليكل ټيم او ډرافټس مين موجود وي٬ د قانون وزير چې كوم هدايت جاري كوي د ھغې له مخې م??ود?? اپ ډېټ كېږي، دغه م??ود?? پيپلز پارټۍ او د جے يو آئي پشمول نورو سياسي ګوندونو سره موجود ده٬ دې لپاره د دې په ټولو شقونو خبرې اترې او مشاورت كېږي۔ ده ووئيل آئيني بدلون يو جامع دستاويز دے چې پكښې د ججز د كاركردګۍ جاج اخستل٬ د انصاف نظام آسانول او د انصاف په وخت د وركولو شقونه موجود دي۔ ده ووئيل په چارټر آف ډيموکريسي كښ?? هم په آئيني عدالت د رضامندۍ څرګندونه شوې وه٬ د وكيلانو لخوا هم بيانونه راغلي دي٬ په دې نور مشاورت او اتفاق رائے پېدا كولو لپاره وړاندې تګ پكار دې۔ ده ووئيل د آئيني بدلونونو پحقله ابهام او د ګنګوسۍ پېدا كولو هڅه شوې٬ ځيني اېن آر او غواړي، دا د هېواد د سالميت او آئين معامله ده، زمونږ درخواست دے چې په دې دې د ګنګوسو نه ډډه وكړې شي٬ ده ووئيل مونږ په دې مخ په وړاندې روان يو ٫ سياسي ګوندونو په مشاورت سره اپ ډيټډ م??ود?? تياره كړې ده، په دې مشاورت روان دې ډېر زر به دا معامله پايې ته ورسي۔ وفاقي وزير ووئيل د آئيني بدلونونو په م??ود?? كښ?? د هېوادونو مشاهده هم شوې٬ چرته چې آئيني عدالتونه ??ته هلته د عدليه نطام بهتر دے، په دغه هېوادونو كښ?? وګړو ته زر انصاف وركولې كېږي۔ ده ووئيل په راتلونكې ورځو كښ?? به په دې معامله موافقت وشي۔
په آئيني بدلون پراخه موافقت رامخے ته كوٶ٬ د نړۍ په يو شمير هېوادونو كښې سپريم کورټ جلا او آئيني عدالتونه جلا وي، آئيني چارې آئيني عدالتونو ته ځي دغسې چې وګړو ته د انصاف وركولو په لاره كښې خنډان رامخې ته نه شي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ
सबा खेल और मनोरंजन विश्वसनीय लिंक
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب