اسلام آباد ۔18مئی(اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د كرغزستان په پلازمينه بشكيك كښې د پاكستاني سفير پېغام يو وارې بيا پوسټ كولو سره وئيلي دي چې سفارت خانه په بشکیک كښې پاكستاني زده ك??ؤن??و ته آسانۍ وركولو له كرغز چاروكو سره په تماس كښې ده ولې چې د دوئي حفاظت سفير او د هغه ډلې لپاره زيات مهم دے۔ دې څخه وړاندې په كرغزستان كښې پاكستاني سفارت په بشكيك كښې د زده ك??ؤن??و د ډله ييز تشدد پېښې نظر كښې نيولو سره پاكستاني زده ك??ؤن??و ته په خپلو استوګنو كښې د پاتې كېدو مشوره وركړې ده۔ په سوشل میډیا پوسټ كښې په بشكيك كښې د پاكستان سفير حسن ضیغم باور وركړو چې سفارت خانه د پاکستانی زده ك??ؤن??و خونديتوب باوري كولو له ځايي قانون نافذ ك??ؤن??و چارواكو سره په تماس كښې ده۔ سفير په بېړني صورتحال كښې کال كولو له هېلپ لائن لمبرې 996555554476+ او 996507567667+ هم شيئر كړې۔ بلخوا په سوشل ميډيا بېل پوسټس كښې په بشكيك كښې د غېر ملكي زده ك??ؤن??و هاسټلز ته نزدې د ډله ييز تشدد اطلاعات وركړې شوي دي۔ په دې اړې رامخې ته شوې فوټېجز او عكسونو كښې خلقو اړوندو چارواكو څخه د پاكستاني زده ك??ؤن??و د فوري مرستې اپيل ك??ے دے۔
په بشکیک كښې پاكستانے سفارت د كرغزستان اعلی چارواكو سره په تماس كښې دے ٬ د خارجه دفتر ويانده
Get rich, make money tree entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب