اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) په پیټروليم مصنوعات د سبسډۍ په مد كښې آئل ماركيټنګ كمپنو او ریفائنریز ته كليمز ادائيګۍ لپاره د 68.74 ارب روپو ضمني ګرانټ منظوري وركړې۔د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وفاقي وزير مخدوم سيد مرتضٰی محمود٬وفاقي سېكرټريز او سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د پیټروليم ډويژن لخوا د آئل ماركيټنګ كمپنو او ریفائنریز ته په پیټروليم منصوعاتو د سبسډۍ په مد كښې ادائيګو(پآ ډي سي)كليمز په اړه سمري وړاندې كړې شوه ۔د حكومت لخوا د پیټروليم مصنوعات بيعې مستحكمې ساتلو لپاره د سبسډي تر مخه آئل ماركيټنګ كمپنو او ريفائنريز ته به دا ادائيګي كولې شي۔په غونډه كښې په سمرۍ د تفصيلي غور نه پس د اپرېل او مئي شارټ فال پوره كولو لپاره د 68.74 اربه روپۍ ضمني ګرانټ منظوري وركړی شوې۔په غونډه كښې وئېلي شوي په نړيوالو ماركيټونو كښې د خام تېل بيعه كښې د زياتوالي رجحان تر مخه د مارچ مياشتې برعكس اپرېل كښې د سبسډۍ حجم زيات دے۔د دې نه علاوه پخواني حكومت د اپرېل وړومبو 15 ورځو لپاره د پي ډي سي په مد كښې د رقم بېلولو جائزه نه وه اخستې چې په سبب يې موجوده حكومت آئل ماركيټنګ كمپنو ته د سبسډۍ په مد كښې د زياتو ادائيګو بوج برداشت كوي
اي سي سي په پیټروليم مصنوعات د سبسډۍ په مد كښې آئل ماركيټنګ كمپنو او ریفائنریز ته كليمز ادائيګۍ لپاره د 68.74 اربه روپو ضمني ګرانټ منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil