اسلام آباد۔1 اپرېل(اے پی پی) د سائنس و ټېكنالوجي او زده كړو وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي ٬ كوارډينېټر جنرل كامسټېك ډاكټر محمد اقبال چوهدري ٬ په پاكستان كښې د فلسطين سفير احمد جواد رابعي او د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د نور غړو هېوادونو سفيرانو سره (سبا) د نهې په ورځ دلته په كامسټېك هېډكوارټر كښې د كامسټېك – فلسطين سكالرشپ پروګرام اجرا كوي۔ د كامسټېك لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې دا منصوبه 2021 كښې كامسټېك اېپ سېپ سره په ګډه پېل كړې وه او تر دې دمه 95 فلسطینی ځوانانو دا سكالرشپ ترلاسه كړې دې په كومو كښې چې زياتره پاكستان ته رارسېدلې دي۔ په دستوره كښې به فلسطيني زده كؤونكي٬د خارجه وزارت عهدېداران ٬ د بېلو وزارتونو چارواكي٬ د پوښنتونونو وائس چانسلران او د ملګرو ملتونو د بېلو تنظيمونو استازي ګډون كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت