اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د خزانې لنډمهاله وزيرې شمشاد اختر د جمعې په ورځ د فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف ب?? آر) هيډکوارټرز دوره كولو س??ه د اېف ب?? آر چيئرمېن ملک امجد زبير ټوانه او د بورډ غړو سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع په غونډه كښې د اېف ب?? آر ?? محصولاتو وصولۍ د كاركردګۍ جاج واخستې شو٬ په غونډه كښې د خزانې سېكتر امداد الله بوسال او د اېف ب?? آر ??و خزانې وزارت لوړ پوري هم موجود وو۔ د غونډې په مهال د اېف ب?? آر چيئرمېن وفاقي وزيرې ته د اېف ب?? آر ?? محصولاتو جمع كولو د كاركردګۍ پشمول د مالي كال 24-2023 لپا??ه د هدفونو او د دې ترلاسه كولو لپا??ه د لائحې په اړه تفصي??ي بريفنګ وركړو٬ غونډې ته ووئيل شول چې تېر كال د 7200 اربه روپو د هدف په مقابل كښې اېف ب?? آر 7169 اربه روپۍ جمع كړې٬ د اېف ب?? آر چيئرمېن ووئيل سږ كال د محصولاتو هدف 9415 اربه روپۍ ترلاسه كولو لپاره به ټولې هلې ځلې كولې شي۔ د اېف ب?? آر چيئرمېن لنډمهاله وزيرې ته د ټېكس وركوٶنكو سهولت لپا??ه د ټېكس وركولو عمل آس??نولو لپاره په طريقه كار كښې د بهترۍ نه هم خبر كړه٬ د دې نه علاوه د اېف ب?? آر ??هم اقداماتو په اړه هم وفاقي وزيره خبر كړې شوه چې پكښې د ټېكس بنياد پراخه كول٬ ټرېك اېنډ ټرېس سسټم او پوائنټ اف سيل سسټم شامل دے۔ لنډمهاله وزيرې ټېكس ټو جي ډي پي تناسب زياتولو او محصولات وصولي زياتلو لپا??ه د ټېكس بنياد د لا پراخه كولو د لائحې په وضع كولو زور رواړو۔ دې د ټېكس نه غېر په څانګو د ټېكس عائد كولو اختراعي طريقې په لټولو هم زور رواړو۔ لنډمهاله وزيرې د مالي كال د محصولاتو هدف ترلاسه كولو لپاره په هر ډول د ممكنه هلو ځلو كولو زور رواړو۔
د خزانې لنډمهاله وزيرې شمشاد اختر په مشرۍ كښې د اېف بي آر د كاركردګۍ په اړه غونډه
CMD sports entertainment platform entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب