اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي چې د پاکستان او نړيوال مالياتي فنډ (آئی اېم اېف) ترمينځه د 6 اربه ډالر توسيعي فنډ سهولت (ای اېف اېف) لپاره د اعلی كچې مذاكراتو د كاميابې نتيجې هيلې لرؤ ، د پاکستان معیشت به د مالی كال 22 -2021 په مهال د 5 فیصده نه زياته ترقي وكړي٬ كوم خنډ پاكستان د نړۍ په 10 معيشتونو كښې د شاملېدو نه نشي منع كولې٬ هيله ده چې آئي اېم سره به مذاكرات كامياب وي ٬ اوسنې هندي حكومت د جموں وكشمير متنازعه حېثيت نه تسليموي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ واشنګټن كښې یو اېس انسټی ټیوټ آف پیس (یو اېس آئی پی)كښې د ” د پاکستان اقتصادي سباؤن” په سرخط خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل آئي اېم اېف سره د مذاكراتو 6 م دور د هغه د امريكا د دورې تر ټولو مهمه برخه ده۔ هغه ووئيل زمونږ حكومت دا ګڼي چې د آئي اېم اېف لخوا د برېښنا په نرخونو كښې د اضافې مطالبې سره به د افراط زر شرح سوا شي۔ هغه ووئيل دا مهال آئي اېم اېف سره كاميابۍ سره خبرې روانې دي۔ هغه ووئيل د كال 1960 په لسيزه كښې د پاكستان معيشت په آسيا كښې څلورم لويې معيشت ؤ بياهم د ذوالفقار علی بھټو د ادارو قوميانې پالېسۍ او د كال 1979 افغان جنګ زمونږ معاشي پرمختګ وځپلو۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان يو داسې معيشت سنبال كړو كوم چې په كال 2018 كښې د 20 بلین ډالر کرنټ اکاؤنټ خسارې ، زياتې زري خسارې سره روان ؤ خو د معيشت بهترۍ لپاره په ترجيحي بنيادونو د حكومت د پورته كړې ګامونو غوره نتيجې رامخې ته كېدل پېل شوي دي۔ هغه ووئيل حكومت دا خبره هم باوري كوي چې وروستو پاتې وګړو ته دې هم پاملرنه وكړې شي۔ حكومت تلپاتې او بشپړ پرمختګ باوري كولو له د ښكته نه پورته (باټم اپ )پالیسی جوړه كړه٬ دې مقصد لپاره حكومت د هېلت كارډ اجراﺀ او د 40 لکه كورنيو مرستې له د ټېكنيكل ټرېننګ سره سره كرونده ګرو او كم آمدن لرونكو كورنيو ته د سود نه پاكې قرضې وركول پېل كړل۔ هغه ووئيل پاكستان ټولو ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې لري ٬خو هند سره ځينې مسئلې روانې دي كومې به چې حل كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي مسئله د كشمير ده كومه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو لمخې يوه متنازعه سيمه ده۔ هغه ووئيل ٬ اوسنې هندي حكومت د جموں وكشمير متنازعه حېثيت نه تسليموي او يو اړخيزه ګامونه پورته كولو سره ئې كشميرې اولس د هغه مراعاتو نه محرومه كړل كوم چې دې نه وړاندې هغوي ته ترلاسه وو۔ هغه ووئيل د هند او پاكستان ترمينځه تجارتي او اقتصادي هلې ځلې ځپلې كېږي۔ د خزانې وزير ووئيل لكه د نړۍ د نورو هېوادونو پاکستان هم افغانستان كښې ټول شموله حكومت غواړي او دې لپاره هڅې هم كوي بياهم هغه خبردارې وركړو چې طالبانو سره نغدې پېسې په ختمېدو دي او كه نړۍ په انساني بنيادونو د دوئي مرسته كولو له راوړاندې نه شوه نو هېواد كښې به اړې ګړې رامخې ته شي كوم به چې پاكستان او نورو هېوادونو ته خپور شي۔ هغه ووئيل طالبان دا وائي چې نړۍ سره به مرسته كولې شي٬ د بشري حقونو به خيال ساتلې شي٬ افغانستان به يو ذمه واره هېواد جوړولے شي ٬ د مېرمنو د حقونو به تحفظ كولې شي٬ دغسې هغوي به ترهګرۍ ته د ودې نه وركولو لوظ كوي نو په داسې حالاتو كښې به مونږ له قدم په قدم د دوئي مرسته او ډاډګيرنه كول وي دغسې چې هغوي د غوره رويې څرګندونه وكړې شي۔ پاكستان كښې د امنيتي وضعې په اړه هغه ووئيل پاکستان افغانستان سره په پوله ازغن تار لګولې دې۔ د پاكستان او افغانستان ترمينځ ټرېفك كنټرول كړې شوې دې او امنيتي ځواكونه هم امنيت په ځائې ساتلو له ضروري كارروائي كوي۔ كاروبار كښې د آسانيو رامخې ته كولو حوالې سره وفاقي وزير ووئيل د بشپړه پالېسي پرېكړو له كبله پاكستان كاروبار كښې د آسانيو لحاظ سره 28 درجې ترقي كړې ده۔ هغه ووئيل سرمايه كاري بورډ نېغ په نېغه وزيراعظم ته رپورټ وركوي او هغه هره مياشت كښې د بورډ دوه غونډې كوي۔ هغه ووئيل غېر ملكي سرمايه كارو ته سازګار چاپېرچل وركولو له خصوصي اقتصادي زونز (SEZs) خپلواكه جوړولې شي۔ هغه ووئيل په ابتدائي توګه به نزدې په 6 زونز كښې د راروانو 12 مياشتو په مهال خپلواكه حېثيت معارفي كړې شي او دې نه وروسته به په نورو زونونو كښې هم د دې تقليد كولې شي۔ هغه ووئيل د حكومت د انتظام لاندې نزدې 85 کمپنۍ دي په كومو كښې چې د 15 خساره د جي ډي پي نزدې يو فيصد ده۔ په دې كښې ایئر لائن ، رېلوے ، سټیل مل او د برېښنا په وېش ماموره كمپنۍ شامل دي۔ هغه ووئيل دا كمپنۍ به وزارتونو څخه جلا كولې شي او د دوئي كنټرول به پېشه ورو كسانو ته سپارلې شي دغسې چې د دوئي اصلاح وكړې شي او په 5 كاله كښې به د دې نجكاري كولې شي۔ د پاکستان چین امریکا اړيكو په اړه شوكت ترين ووئيل پاكستان د امريكا او چين په شمول هر يو هېواد سره د ملګرتيا اړيكې لرل غواړي۔ هغه ووئيل د پاكستان امريكا سره لويه ستراتيجيكي همكاري ده او چين سره د پاكستان ملګرتيا به امريكا سره د پاكستان دوه اړخيزه اړېكې اغېزمنې نه كړي۔ هغه ووئيل مونږ باور لرؤ چې مونږ دواړو قوتونو سره يو ډول كار كولې شؤ۔ هغه ووئيل چين د بنيادي اډانې په تعمير كښې زمونږ مرسته كړې وه او د دې مطلب دا نه دے چې پاكستان د چين مركز جوړ شوے دے۔ مونږ د ټولو لپاره اوپن يؤ او چین ، امریکا ، اروپا، جاپان او کوریا ټولو سره كاروبار كول غواړؤ ٬ مونږ په دې اړه كومه ابهام يا غلط فهمي نه لرؤ۔ وفاقي وزير يو وارې بيا دا خبره په ډاګه كړه چې ګوادر پورټ يوازې چین لپاره نه بلكې دا جاپاني ٬ د سوئيلي كوريا او د اروپائي وګړو په شمول ټولو لپاره پرانستې دې او هر يو هېواد په دې كښې نېغ په نېغه سرمايه كاري كولې شي۔ هغه زياته كړه چې افغانستان كښی امن او استحكام ته اړتيا ده٬ مستحكم افغانستان ټولو لپاره ښه دے۔ هغه په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه افغانستان ټولو د ګټې رسولو جوګه كولو كښې مرسته وكړي۔ د اېف اے ټي اېف ګرے لسټ په اړه هغه ووئيل پاكستان د فنانشل اېکشن ټاسک فورس (اېف اے ټی اېف) 27 كښې 26 شرطونه پوره كړي دي او 27 م ئې هم نيم بشپړ كړے دے۔ هغه ووئيل كه كوم بل هېواد دا قسم شرطونه پوره كوي نو هغه به د ګرے لسټ نه ويستلے شي بياهم د ځينې هېوادونو لخوا پاكستان ته د اقتصادي سببونو په بنياد نه بلكې د نورو سببونو په بنياد سزا وركولې شي۔ هغه پخوانۍ خبره كېږي چې پاكستان يو ترهګر رياست دے او د ترهګرۍ ډاډګيرنه كوي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل مونږ دا تاثر مسترد كوؤ۔ هغه ووئيل يو داسې هېواد كوم چې د 80 زره كسانو قرباني وركړې ده ٬ د 150 اربه ډالرو مالي زيان ئې پورته كړې دې او د 40 كلونو نه ستونزو سره مخ پاتې شوې دې په دغه هېواد دا ډول تورونه لګولې شي۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل كوم خنډ پاكستان د نړۍ په 10 معيشتونو كښې د شاملېدو نه منع كولې نه شي۔ هغه ووئيل كه مونږ په خپل ژوند كښې پاكستان په آسيا كښې په اقتصادي توګه د لومړي صف معيشت جوړ كړؤ نو دا به يوه لويه كاميابي وي او دا زما عزم دے۔
كوم خنډ پاكستان د نړۍ په 10 معيشتونو كښې شاملېدو نه نشي منع كولې ٬ هيله ده چې آئي اېم سره به مذاكرات كامياب وي ٬ اوسنې هندي حكومت د جموں وكشمير متنازعه حېثيت نه تسليموي٬ د خزانې وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ