اسلام آباد 27 جنوری(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د فوجدارۍ په نظام كښې اصلاحات د قانون حكمرانۍ پلو يو لويې ګام دے٬عدليه او وكيلان دې په فوجدارۍ قوانين او د انصاف په نظام كښې په اصلاحات عمل وكړي۔د بار اېسوسي اېشن لپاره د فنډز په لار كښې خنډونه به لرې كولې شي۔د وكيلانو د ستونزو نه خبر يو۔د دې حل لپاره به په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د مختلف بار اېسوسي اېشنز پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د وكيلانو د ستونزو نه خبر يو۔د دې حل لپاره به په ترجيحي بنيادونو اقدامات كولې شي۔ده ووئيل ځوانانو وكيلانو له به چيمبرز جوړولو لپاره د كامياب جوان پروګرام له مخې آسان قرض وركولې شي۔ده ووئيل په اېسوسي اېشنز كښې په لويه شمېره د ځوانانو په ليدلو خوشحاله شوے يم۔د جهلم ډسټركټ بار اېسوسي اېشن سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل جهلم موټروے سره تړلے كېږي٬د تېرو دريو كلونو په مهال جهلم لپاره د يو كهرب روپو پرمختيائي پروژې منظور كړې شوي۔ده ووئيل په جهلم كښې نورې پروژې هم روانې دي۔ دغسې بار اېسوسي اېشنز په وخت وركولو د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مننه وكړه
د فوجدارۍ په نظام كښې اصلاحات د قانون حكمرانۍ پلو يو لويې ګام دے٬عدليه او وكيلان دې په فوجدارۍ قوانين او د انصاف په نظام كښې په اصلاحاتو عمل وكړي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د مختلف بار اېسوسي اېشنز پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha