لاهور 31 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پنجاب وزيراعليٰ پنجاب سردار عثمان بزدار ته د اولس د ځان٬ مال او مفاداتو تحفظ لپاره د شرخوښو٬ ذخيره اندوزو او قبضه ګرو په ضد د موثره اقداماتو امر كړے دے۔ د جمعې په ورځ د اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دا امر وزيراعظم د پنجاب وزيراعلٰې سردار عثمان بزدار سره په خبرو كښې كړې چا چې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ په ملاقات كښې د سول انتظاميې او امن او امان چارو پحقله د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د پنجاب چيف سېكتر کامران علي افضل او د پوليس مشر آئي جي راؤ سردار علي خان هم موجود وو۔ وزيراعظم په صوبه كښې عام وګړو ته په سمدستي او آسانه طريقه خدمات وركول باوري كولو لپاره د بشپړه اقداماتو امر وكړو۔ ده د شرخوښو٬ ذخيره اندوزو او قبضه ګرو په ضد د موثره اقداماتو امر هم وكړو
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria