كراچي 23 اګست(اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاك?? وئېلي دي چې كراچۍ د پاكستان معاشي مركز دے٬د كاروباري ورورولۍ مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي٬خپله ټاكلې موده كښې هېواد لپاره چې څه هم كېدې شي هغ?? به كوو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ وړوكې او د مينځنۍ درجے صنعتونو سره تعلق لرونكو كاروباري شخصياتو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د سندھ ګورنر كامران ټيسوري هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې كراچي د بلوچستان د اولس دوهم كور دے او د زده كړو زمانه كښې به مونږ رخصتۍ تېرولو لپاره كراچۍ ته راتللو٬وروستو نه ده معلومه دے ښار ته د چا نظر ولګېدو۔ دې ښار چې څومره خوشحالۍ ليدلې دومره يې غمونه هم ليدلې دي۔كراچي د بېل رنګونو او نسل او ژبې وئيونكو خلكو ګلدسته ده٬لوے څښتن به زمونږ زړونه روغ كړي او زمونږ د زړونو نه به نفرتونه وباسي او ب??ا به يوه نوې كراچۍ او نوې پاكستان جوړ شي او دا به هغ?? پاكستان وي د كوم چې علامه اقبال خوب ليدلې وو او د دې جوړولو لپاره قائداعظم محمد علي جناح هلې ځلې كړې وې۔قائداعظم محمد علي جناح د عامو خلكو لپاره پاكستان جوړ كړې و او هغ?? د عامو وګړو لارښود وو۔لوے څښتن هغ?? ته بصيرت وركړې و٬زمونږ منطقه او ګاونډ كښې چې كوم ډول د مسلمانانو وروڼو او نورو اقليتونو حال دې٬مونږ د لوے څښتن مننه كوو چې څومره لويې نعمت د قائداعظم بصيرت په سبب مونږ ته ترلاسه دې او هغ??ي په راتلونكي حالات پوهه شوې و او هغ??ي عملي هلې ځلې كولو سره زمونږ لپاره يو جلا هېواد ترلاسه كړو۔وزيراعظم ووئيل چې مونږ به د هغ??ي تر قيامت احسان مند يو۔د دې احسان تقاضا ده چې كوم مقصد لپاره پاكستان قائم شوې دا ترلاسه كول دي او د دې له مخې ژوند تېرول دي۔مونږ له به شريك احترام او روادارۍ ته وده وركول وي۔وزيراعظم ووئيل چې اسلام مونږ د يو ب?? مال په ناحقه خوړولو څخه منع كوي٬د يو ب?? عزت او احترام او برداشت او تحمل څ??ه 92 فيصد مسئلې حل كېدې شي۔وزيراعظم ووئيل چې د كاروباري كسانو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي٬د سندھ ګورنر او چيف سېكرټري به په دې اړه تاسو سره په رابطه كښې وي٬ډېرې معاملې به حل شي او كېدې شي چې څه حل نه شي۔مونږ د يو ب?? مجبورو او حدونو څخه خبر يؤ خو هڅې به كوو چې خپله ټاكلې موده كښې په ښه ډول خپل فرض ترسره كړؤ۔
كراچۍ د پاكستان معاشي مركز دے٬د كاروباري ورورولۍ مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي٬د لنډ مهاله وزيراعظم انوارالحق كاكړ كاروباري شخصياتو سره خبرې اترې
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں