اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد سره پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر كرسچن ټرنر د نهې په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال د محكوم شويو وګړو واپسۍ او د تورنو د سپارلو چارې پحقله د پاك برتانيه په لوظنامو د شوي پېشرف جاج واخستې شو۔ دا خبره د داخله وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير ووئيل چې برتانيه او پاكستان د اوږدې مودې اړيكې لري او پاكستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ پاكستاني نژاد برتانوي وګړي د پاكستان قېمتي اثاثه دي۔ د ملاقات په مهال دواړو اړخونو لوظنامې ته زر تر زره د حتمي شكل په وركولو اتفاق وكړو۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د برتانيې هائي كمشنر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې او ملګرتيا ګڼ شمېر اړخونو لري۔ ده ووئيل د افغانستان په معامله كښې د غېر ملكيانو او افغان وګړو په انخلاء كښې د پاكستان معاونت د ستائنه وړ دې
داخله وزير شېخ رشيد احمد سره د برتانيې هائي كمشنر وليدل
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada