اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير آغا حسن بلوچ وئېلي دي د بلوچستان صوبه په سېلاب كښې تر ټولو زياته ځپلې شوې٬د وزيراعظم په سبارښتنه د سېلاب ځپليو د مرستې او بحالۍ عمل روان دے۔د ګل په ورځ وزيرمملكت هاشم نوتيزئي سره خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپليو مرستې لپاره فعاله كردار ترسره كوي۔په سېلاب كښې په بلوچستان كښې په زرګونو ايكړه زرعي زمكه هم له مينځه تللې۔سېلاب ځپلې د شتمندو خلقو د مرستې په طمعه دي۔صوبائي حكومت د دې قدرتي آفت يوازې مقابله نشي كولې٬راتلونكو درې ورځو لپاره د نورو بارانونو پيشنګوئي هم شوې۔وفاقي وزير ووئيل اوسنيو بارانونو په هېواد كښې 30 كاله رېكارډ مات كړے٬په صوبه كښې سېلاب په لويه پېمانه ځاني او مالي زيان كړے٬په بلوچستان كښې د سړكونو پشمول انفراسټركچر سخت ځپلے شوے۔ده ووئيل د سېلاب د تباهۍ د زيان اندازه لګولې كېږي٬د بلوچستان د خلقو د معاش زريعه كركيله د سېلاب سره تباه شوې۔ده ووئيل د بلوچستان 95 فيصده سيمه سېلاب سخته ځپلې۔ ده ووئېل په سېلاب كښې د صوبې ګڼ شمېر كلي تباه شوي او د ټول بلوچستان د هېواد نورو برخو سره د زمكې رابطه هم منقطع ده۔په داسې حال كښې د بلوچستان ځپلي د شتمندو خلقو مرستې ته ضرورت لري
بلوچستان صوبه په سېلاب كښې تر ټولو زياته ځپلې شوې٬د وزيراعظم په سپارښتنه د سېلاب ځپليو د مرستې او بحالۍ عمل روان دے۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير آغا حسن بلوچ د وزير مملكت هاشم نوتيزئي سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔