اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق وئېلي دي پاكستان او اروپائي ائتلاف خپلو كښې پخوانۍ ترقياتي همكاري او مرسته لري٬پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكو ته لا وده وركول غواړي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير ډاكټر ريناكيونكا سره په ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې د پاكستان او اروپا ترمينځه د اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي ۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په اړيكو د اطمينان څرګندونه شوې او پاكستان او اروپائي ائتلاف خپلو كښې پخوانۍ ترقياتي همكاري او مرسته لري٬پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكو ته لا وده وركول غواړي۔ده ووئيل د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه د ترقياتي شراكتدارۍ اړيكې د كال 1976 خخه پېل شوي٬مونږ اروپائي ائتلاف سره خپلو اړيكو ته لا وده وركول غواړو۔وفاقي وزير د اروپا سفير ته په هېواد كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب صورتحال په اړه بريفنګ هم وركړو۔د اروپائي ائتلاف سفير د هغوي هڅې وستائلې٬ده د تل پاتې پرمختيائي اهداف سر كولو له د رابطې موثره كولو په ضرروت زور راوړو۔ دې نه پس د اروپائي ائتلاف سفير په اعزاز كښې د ماسپښين مېلمستياﺀ هم وركړې شوه۔
پاكستان او اروپائي ائتلاف خپلو كښې پخوانۍ ترقياتي همكاري او مرسته لري٬پاكستان اروپائي ائتلاف سره اړيكو ته لا وده وركول غواړي۔ د وفاقي وزير سردار اياز صادق د اروپائي ائتلاف سفير سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ