اسلام آباد۔12اپرېل(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي علماﺀ كرام دې د روژې مباركې مياشت كښې په جوماتونو كښې د كورونا وائرس نه بچ كېدو لپاره د احتياطي تدابير په حقله خلق خبر كړي۔ په دې لړ كښې په اېس او پيز عملدآمد له انتظاميې ته سخت هدايات جاري شوي۔ په كومو جماعتونو كښې چې په اېس او پيز عمل درآمد نه كېږي هغه به بندولې شي۔ په ماركيټونو كښې به د روژې مباركې مياشت كښې په ارزانه بيعه د څيزونو شتون باوري كولې شي۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې هغه ووئيل دې مباركه مياشت كښې د وګړو حفاظت له او دوي ته په زړه پورې چاپیرچل وركولو سره سره د پېشمني او او روژه ماتي وخت له خاص تګلاره وضعه كړې شوې د كومې له مخې به چې علماﺀ كرامو له خپل كردار ترسره كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف (پی ټی آئی) په مشرۍ كښې حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ نااهل اپوزیشن د وزیراعظم عمران خان خوش بختي ده۔ پاکستان ډېموكرېټ مومومنټ (پی ډی ایم) ورځ په ورځ تباهۍ ته نزدې كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل ډسكه ټاكنو كښې ګټه د جمهوريت شوې۔(
علماﺀ كرام دې د روژې مباركې مياشت كښې په جوماتونو كښې د كورونا وائرس نه بچ كېدو لپاره د احتياطي تدابير نه خلق خبر كړي۔ د داخله وزير شېخ رشيد احمد ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ