اسلام آباد۔7جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفا??ي و??ير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) حكومتونو چې رېلوے په كوم ډول چلولې د هغې په نتيجه كښې هر ورځ پېښې رامخې ته كېږي۔ دواړو ګوندونو د كرپشن ٬ غلا او بدمعاشۍ په بنياد حكومت كړے۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په ګھوټكي رېلوے پېښه د اپوزيشن د غړو لخوا د پورته كړو نكتو ځواب كښې وفا??ي و??ير ووئيل كومه بدقسمته پېښه چې رامخې ته شوې او اپوزيشن چې په كوم ډول په دې د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې هغه فطري خبره ده ولې چې په دې پېښه ??ول پاكستان خفه دے۔ هغه ووئيل زما خواست دے دا مهال د رېلوے وفا??ي و??ير اعظم سواتي د پېښې ځاے ته تللے ځكه بايد په دې پېښه بحث سبا يا بل سبا پكار دے٬ دغسې چې د رېلوے وفا??ي و??ير پخپله ايوان د ??ول تفصيلات نه خبر كړي۔ وفا??ي و??ير ايوان ته د رېلوے پېښې ابتدائي تفصيلات وړاندې كولو سره ووئيل نن سهار كراچۍ نه سرګودھا ته تلونكے ملت اېكسپرېس ډھركي رېتي سټېشن ته نزدې ډي رېل شو۔ د ملت اېكسپرېس 18 ډبو كښې 12 د پټلۍ نه كوزې شوې وې ۔ كوم وخت چې دا پېښه رامخې ته شوه نو دغه مهال پېنډۍ نه كراچۍ ته تلونكے سرسيد اېكسپړېس هم تېرېدو كوم چې ډي رېل شوو ډبو سره ټكر شو۔ په ملت اېكسپرېس كښې 804 او سرسید اېکسپرېس كښې 584 كسانو سفر كولو۔ د اطلاعات و??ير ووئيل د پېښې نه وروستو ريليف ټرېن روان كړے شو۔ هغه ووئيل وفاقي حكومت د انسپکټر آف رېلویز په مشرۍ كښې پلټنې پېل كړي۔ د بشپړه پلټنو نه وروستو به د ذمه دارو تعين كولے شي۔ د اېم اېل ون منصوبې په اړه د پورته كړې نكتې په ځواب كښې هغه ووئيل په 6 اګست 2020ء د دې منظوري وركړې شوې او دې لپاره وفاق په كلن پرمختيائي پروګرام كښې بجټ هم بېل كړے۔ د رېلوے پېښو په اړه هغه ووئيل دا پېښې د كلونو د بې غورۍ نتيجه د??۔ فواد چوهدري ووئيل د اپوزيشن غړو د رېلوے بجټ كمولو نكته پورته كړې ۔ هغه ووئيل د رېلوے بجټ كښې كمے نه دے شوے بلكه دا زيات كړے شوے۔ هغه وئيل د افسوس خبره دا ده چې كومو كسانو ادارې تباه كړي هغوي مونږ ته د ادارو د سمولو طريقې ښائي۔ وفا??ي و??ير ووئيل عمران خان د ادارو په خپلو پښو د اودرولو وژن وركړے۔ هغه ووئيل مونږ كسان په مېرټ اخلو خو اپوزيشن پاكستان وړاندې تللو ته نه پرېږدي۔ مونږ چې كله هم عدالتي ٬ انتخابي او د نورو اصلاحاتو لپاره دوي له بلنه وركوؤ دوي نېب آرډيننس او خپلې مقدمې رامخې ته كوي۔ هغه ووئيل په پي ډي اېم كښې ??ول يو ځاے شول خو دوي كاميابي ترلاسه نه كړ??۔ فواد چوهدری ووئيل وزيراعظم عمران خان د وفاق علامت او پاكستان تحريك انصاف د وفاق ګوند دے۔ پيپلز پارټي د سندھ ګوند جوړ شوے۔ دغسې مسلم ليګ (ن) وسطي پنجاب ته محدود شوے۔ هغوي كومه نظريه نه لري۔ هغه ووئيل تر راروانو ټاكنو به دا ګوندونه تر خپلو سيمو محدود شي۔ وفا??ي و??ير ووئيل حكومت اپوزيشن سره وړاندې تګ لپاره خبرې كول غواړي خو اپوزيشن د مقدمو نه وړاندې نه ځي
د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) حكومتونو چې رېلوے په كوم ډول چلولې د هغې په نتيجه كښې پېښې رامخې ته كېږي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی