اسلام آباد۔20مارچ(اے پی پی) وزيراعظم شهبازشريف په بهر هېوادونو كښې د پوځ او د سر لښكر په ضد ?? ناوړه كمپاين سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د پاك پوځ سرلښكر په ضد كمپا??ن د زغم وړ نه دے اؤ د ادارو په ضد ?? سازشونو تسلسل دے٬ په بهر هېوادونو كښې دې هېواد سره مينه لرونكي پاكستاني وګړي د فارن فنډډ كمپائن په ضد ??ږ پورته كړي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيو وګړو د لارې زهرجن سياست كېږي۔ وزيراعظم ووئيل دغه پاكستاني وګړي دې د دې سازش برخه جوړ نه شي ٬ عمران خان ادارې او مشران ګنده سياست ته په راكښلو د آئين مخالفت كوي۔ وزيراعظم ووئيل د کورنيو چارو وزير بايد د هغو کسانو په ضد ??خته كارروائي وكړي كوم چې په هېواد کښې د ادارو په ضد ناپاکه کمپاينونه كښې برخه اخلي او په هېواد كښې اړي ګړي ٬ فساد ا?? بغاوت ته هوا وركوي۔ ده ووئيل په مېرټ د تعينات كړے شوي د پاك پوځ سرلښكر په ضد كمپا??ن د هېواد دښمنه عناصرو ايجنډا كېدې شي۔ ده ووئيل اولس خپلو ادارو سره ولاړ دے او د شرخ??ښو په ضد يو دے
د پاك پوځ سرلښكر په ضد كمپائن د زغم وړ نه دے ٬ دا د ادارو په ضد د سازشونو تسلسل دے٬ وزيراعظم شهباز شريف
Sun of Egypt APP download
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری