اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء ا??له خان وئيلي دي د نوي سرلښكر په تعيناتۍ اتفاق راغلے ٬ په يو څو ورځو كښې به رسمي اعلان وكړے شي٬ عمران خان نه د خپل عزت پرواه لري او نه د بل د عزت خيال ساتي٬ ھغه د كال 2014 راهسې پرله پسې غلط بياني كړې ۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خبرو كښې رانا ثناء ا??له خان ووئيل زما تجربه ده چې د حساس نوعيت پرېكړې په اتفاق كېږي٬ د مهمې تعيناتۍ اختيار د وزيراعظم سره دے، په دې اتفاق راغلے او د تعيناتۍ معامله په پېپر راتللو پاتي ده ،۔ ده ووئيل د مشاورت نه مراد د چا اختيا?? خو نه وي٬ وزيراعظم د چا نه هم پوښتنه كولې شي، آخري پرېكړه خو به هغه كوي۔ رانا ثنا ا??له ووئيل دا چا ته د سرپرائز وركولو خبره نه ده٬وزيراعظم مشاورت كړے او په يو دوو ورځو كښې به په پېپر راشي٬ په دې كښې هېڅ نشته ٬ ده ووئېل د اسحاق ډار مرسته چې كوم ځاے پكار ٶه ترلاسه كړې شوې، يوه داسې خبره نه كول غواړم چې د پرېكړې نه وړاندې ګنګوسۍ وي، ده ووئېل زما په خيال په تعيناتۍ كښې د دې نه زيات تاخير شايد چې مناسب نه وي، په يو دوو ورځو كښې به پرېكړه رامخئ ته شي او د پرېكړې نه مراد د سرلښكر تعيناتي ده۔ ده ووئيل عمران خان نه د خپل عزت پرواه لري او نه د بل د عزت خيال ساتي٬ ھغه د كال 2014 راهسې پرله پسې غلط بياني كړې د، د توهين كولو ئې هڅه كرې، عمران خان پوهه دے چې د وخت نه وړاندې الېكشن نشي كېدے٬ لانګ مارچ په ميډيا شته ب?? ځاے په نظر نه راځي۔ وفاقي وزير رانا ثناء ا??له خان ووئيل كه مون?? پي ټي آئي سره خبره وكړو هم نو عمران خان د دوي خبره نه مني ، پروېز خټک، شاه محمود، فواد چوهدري سره زمونږ وړاندې هم خبرې كېدلې
د نوي سرلښكر په تعيناتۍ اتفاق راغلے ٬ په يو څو ورځو كښې به رسمي اعلان وكړے شي۔ رانا ثناءالله خان
Flirting scholar APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا