اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ټېکس په غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ککړ شوګر ملز مالکانو په ضد د سختې قانوني کاروايۍ هدايت كولو سره وئيلي دي چې د چينو په نرخونو کښې زياتوالے به په هيڅ صورت زغملے نه ش??۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اېف بي آر ٬ اېف آئي اے او آئي بي ته د چينو په خرڅولو كښې د ټېكس غلا ٬ بې سنده خرڅولو او په نرخونو كښې د زياتوالي مخنيوي لپاره په ګډه د كارروايۍ كولو هدايت كړے دے او په دې اړه نوټيفكېشن جاري كړے شوے دے۔ وزيراعظم اېف بي آر، آئي بي او اېف آئي اے ته هدايت کړے دے چې په ش??ګر سېكټر كښې دې د سېلز ټېكس غلا مخنيوې با??ري كړې شي۔ د ګني کرشنګ سيزن پېل كېدونكے دے ٬ شوګر ملونو او ډيلرانو څخه دې د جي اېس ټي 100 في ص?? وصولي هم با??ري كړې شي۔ د بيان له مخې د وزيراعظم په هدايت په ش??ګر ملونو كښې د كېمرو لګولو پرېكړه ش??ې ده چې ورسره به د چينو د ذخيره كولو مخنيوي وشي او په نرخونو كښې به توازن پاتے شي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې ټېكس غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ككړ شوګر ملز مالكانو په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ وزیراعظم د شوګر سټه مافيا په ضد هم د سختې كارروايۍ كولو هداي??ت جاري كړې دي٬ دغسې وزيراعظم د سټیل، سګرېټ، سیمنټ او مشروباتو په ش??ول په نورو څانګو كښې هم د دې ډول اقداماتو كولو هدايت كړے دے
د وزيراعظم په ټيكس غلا او ذخيره اندوزۍ كښې د ككړ شوګر ملز مالكانو په ضد د سختې قانوني كارروايۍ كولو هدايت
Dragon Legend Credible Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار