دوحه 31 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان كښې زر??عت، انفارمېشن ټيکنالوجي او د سېلګرۍ پشمول پراخه اقتصادي څانګو كښې د سرمايه كارۍ ښه موقع شته، حکومت غيرملکي سرمايه کارو له ښه ماحول وركولو له لوظي دے۔د زيارت په روځ د وزيراعظم آفس پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع دواړو لارښودو شريكو اړيكو او په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ، توان او كلتوري تبادلو پشمول نورو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته ?? خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان اقتصادي پرمختګ كښې د قطر مرسته وستائېله او بيلو ??انګو كښې پرله پسې په مرسته يې مننه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكو لا مستحکمولو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم په قطر كښې د موجودو پاکستانيانو په كوربتوب كولو د قطر حکومت مننه هم وكړه ۔ ده ووئيل دلته مېشته پاکستانيان د دواړو هېوادونو ترمينځه د پل پل کردار ترسره كوي۔ملاقات په مهال دواړو لارښودو په سيمه ايزو او نړيوالو ??ارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او په ټولو چيلنجونو قابو موندلو له يې په امناكه حل او شريكه مرسته ??ور راوړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د غزه په شخړه د قطر د اصولي موقف او سيمه كښې امن او د استحکام ودې له پرله پسې هڅې هم وستائېلي۔ ده د شخړي هواري او د غزه اولس تكليفونو كمولو لپاره د قطر د انساني همدردۍ اقدامات او سفارتي هڅي وستائېلي۔ ده مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن ودې له د قطر اهميت تسليمولو سره د خبرو اترو سهولت کار او سيمه ايزي شخړو منصفانه حل لپاره د قطر کردار وستائېلو۔په دې موقع د قطر وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سيمه كښې د پاکستان سټرټيجکي اهميت رامخې ته كولو سره اقتصادي پرمختګ او سيمه ايز استحکام د قطر وژن له مخې د پاکستان سره اړيكو لا قوي له د عزم پخلے وكړو۔د قطر وزيراعظم د افغانستان پشمول سيمه كښې د امن ودې لپاره د پاكستان سره په ګډه كار كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو شريكي مرستي ته ودې وركولو او د پرمختګ نوې څانګي په ګوته كولو له د اعليٰ پائې تبادلو روان ساتلو ته ??لاح شول۔ملاقات كښې وزيراعظم شهبازشريف د قطر سرمايه کارو له د پاکستان متنوع اقتصادي څانګو پشمول زر??عت، انفارمېشن ټيکنالوجي او سېلګرۍ كښې د سرمايه کاري بلنه وركړه۔ده غير ملکي سرمايه کارو لپاره د ښه ماحول وركولو له د حكومت د عزم او تګلاري څخه د قطر وزيراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير او وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هركلي او ميلمستيا كولو مننه كولو سره ووئيل زما دې دورې سره به د پاکستان او قطر ترمينځه ??لګرتيا ، شريك احترام او مرستي قوي اړيكي لا مستحکمې شي۔
پاکستان كښې زراعت، انفارمېشن ټيکنالوجي او د سېلګرۍ پشمول پراخه اقتصادي څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقع شته۔ وزيراعظم شهباز شريف
GW lottery integrity entertainment link
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے