اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي مونږ د حکومت تر لاسه كولو سره تعليمي ايمرجنسي نافذ کړې دغسې چې د پاکستان کوم هم ماشوم د سكول څخه بهر پاتې نه شي،په هېواد كښ?? يو ډول تعليمي نظام رائج کولو په اړه قامي نصابي سربراهي کنفرنس كولو ته اړتيا ده ،اسلام آباد ، ګلګت بلتستان ، آزاد جموں و کشمير او د بلوچستان پسمانده سيمو كښ?? د دانش سکولز جوړولو په اړه به كار تندولې شي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښ?? د وفاقي تعليم او فني تربيې وزارت د مهمو چارو جاج اخستلو غونډه وشوه۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل د اعليٰ ??عي??ر تعليمي نظام نه بغير کوم هم هېواد پرمختګ نه شي كولې ،??عي??ري تعليم او فني تربيې وركولو ته حكومت پام لرنه كوي،جديد تعليمي نظام كښ?? سکلز ډويلپمنټ ، انفارمېشن ټيکنالوجي او ډيجيټائز ېشن ضروري شوے ، مونږ له هم خپل تعليمي نظام د جديد ډول له مخې روانولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل حکومت عزم لري چې د پاکستان كوم هم ماشوم د سكول څخه بهر نه وي،په دې اړه حكومت كښ?? د راتللو سره مو تعليمي ايمرجنسي نافذ کړې ،هېواد كښ?? يو ډول تعليمي نظام رائج کولو په اړه قومي نصابي سربراهي کنفرنس كولو ته اړتيا ده۔وزير اعظم اسلام آباد ، ګلګت بلتستان ، آزاد جموں و کشمير او د بلوچستان پسمانده سيمو كښ?? دانش سکولز جوړولو په اړه د كار تندولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم د اسلام آباد ټولو تعليمي ادارو كښ?? د ميرمنو استاذانو سهولت لپاره د ډے کيئر مرکزونه جوړولو سپارښتنه هم وكړه۔وزيراعظم د اسلام آباد په پارکس او تفريحي ځايونو اي۔لائبريريز جوړولو سپارښتنه كولو سره ووئيل اي۔ لائبريريز كښ?? ته دې د اولس داخله فري كړې شي او هلته دې ويړيا انټرنيټ سهولت هم وركړې شي۔وزيراعظم د اسلام آباد کلي والو سيمو زده كوونكو له مياشتنيزه اعزازيه مقررولو په اړه د تګلارې ترتيبولو سپارښتنه هم وكړه دغسې چې په دغه سكولونو كښ?? د جينكو زدكوونكو انرولمنټ زيات شي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د اسلام آباد سکولونو كښ?? فني تربيه دې د نصاب برخه جوړه كړې شي،داسې زدكوونكي كوم چې په څه وجه تعليم پرېږدي ??غو?? له دې ويړيا فني تربيه وركړې شي او دې پلو راغب كولو په اړه دې د خبرتيا كمپائن وچلولې شي،استاذان د قام معماران دي، د استاذانو ??عي??ري تربيې په اړه دې اسلام آباد كښ?? د يو اعليٰ ??عي??ر ټيچرز ټريننګ اداره ضروري ده۔وزيراعظم د ټيچرز ټريننګ او استاذانو صلاحيت معلومولو له د تھرډ پارټي آډټ کولو سپارښتنه هم وكړه ۔ ده ووئيل د استاذانو بھرتۍ كښ?? د شفافيت او ميرټ دې خاص خيال وساتلے شي،په دې اړه به بے غوري ونه زغملې شي ۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې 2017 كښ?? د اسلام آباد زدكوونكو ټرانسپورټ لپاره وركړې شوي بسونه زياتي مودي راهسې په خراب حالت كښ?? ولي ولاړ دي؟ پلټني دې وكړې شي۔وزيراعظم ته د تعليم وفاقي وزارت د اړخه د پورته كړو ګامونو په اړه بريفنګ كښ?? ووئيل شول د وزيراعظم په پارښتنه د اسلام آباد سکولونو كښ?? ماشومانو له د غرمي ډوډۍ وركول پيل شوي،دې اقدام سره انرولمنټ كښ?? ښه والے راغلے،اسلام آباد کيپټل ټيريټري كښ?? 100 ارلي چائلډ هوډ ايجوکيشن سينټرز جوړ شوي۔بريفنګ كښ?? ووئيل شول د اسلام آباد 5 ماډل کالجونو كښ?? سافټ ويئر ټيکنالوجي پارکس جوړوو،د اسلام آباد سکولونو له وركړې شوي 45 بسونه كوم چې په خراب حالت كښ?? وؤ د هغي د مرمت نه پس كلي والو سيمو څخه د اسلام آباد سکولونو او کالجونو ته د زده كوونكو راوړلو له ويړيا ټرانسپورټ وركړې كېږي كومو څخه چې 8 زره انجونې استفاده كوي، دغه بسونو ته د پنك بسونو نامه وركړې شوې ،دغسې اسلام آباد سکولونو كښ?? سمارټ کلاس رومز جوړولې شي چې پكښې به سمارټ بورډز او ډيجيټل سکرينز وي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول د يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز په مرسته زدكوونكو له د چين ، کوريا ، عربۍ ، جاپان او المان ژبو ښودلو لپاره کورسز پيل كولې شي، د اسلام آباد، شګر، ګلګت او بھمبر دانش سکولونه بشپړيدونكې دي۔بريفنګ كښ?? ووئيل شول بلوچستان كښ?? د دانش سکول جوړولو په اړه پلاننګ کمېشن ضروري اجازه وركړې،پاکستان ايجوکيشن فنډ به جوړولې شي كوم څخه به چې اسلام آباد ، ګلګت بلتستان ، آزاد جموں و کشمير ، د بلوچستان پسمانده ضلعو او پخواني فاټا ضلعو زدكوونكي مستفيد كېږي۔په غونډه كښ?? وفاقي وزيرانو احسن اقبال ، خالد مقبول صديقي ، د وزيراعظم کوآرډينيټري رومينه خورشيد عالم ، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل او اړوندو اعليٰ سرکاري افسرانو ګډون وكړو
د حکومت تر لاسه كولو سره مو تعليمي ايمرجنسي نافذ کړې، هېواد كښې يو ډول تعليمي نظام رائج کولو په اړه قامي نصابي کنفرنس كولو ته اړتيا ده۔وزيراعظم شهباز شريف
जिया इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीय मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil